دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۸ جوزا ۱۳۹۳ ساعت ۱۶:۲۰
د مطلب کود : 93088
د افغانستان هوايي ځواک، د مستقلو عملیاتو د امتحان په پړاو کې
د افغانستان هوایي ځواکونه به له دې هېواده د امریکایي ځواکونو په وتلو سره د طالبانو په وړاندې جګړه کې له ستونزو سره مخامخ وي.
افغان امنیتي ځواکونه تر اوسه پورې تر ډیره د نړېوالو ځواکونو په هوایي ملاتړ متکي دي خو کله چې په ۲۰۱۵ کال کې د امریکایي ځواکونو شمېر۹۸۰۰ ته راکمیږي، د امریکا د هوایي ځواکونو د ملاتړ اړتیا هم کمیږي.
د افغانستان هوایي ځواکونه په اوس وخت کې د الوتکو او د روزل شویو پیلوټانو او نورو کارکونکو په برخه کې ډیرې نیمګړتیاوې لري او د چارو کارپوهان وایي، لیرې بریښي چې دغه نیمګړتیاوې دې په راتلونکو دوه دریو کلونو کې له منځه ولاړې شي.
په تیرو دیارلسو کلونو کې په افغانستان کې د سخت دریځو وسله والو په وړاندې جګړو کې د مځکنیو ځواکونو د عملیاتو هوایي ملاتړ یو زیات شمېر امریکایي جټ الوتکو، جنګي هلیکپټرو، بې پیلوټه او ترانسپورټي الوتکو کړی دی.
خو اوس چې په دې هېواد کې د نړېوالو ۵۱ زرو ځواکونو زیاته برخه یې د روان کال په ډسمبر میاشت کې له دې هېواده وځي، د افغانستان کمزوری هوایي ځواک باید په خپله دغه مهمه چاره مخ ته یوسي ځکه د نړېوالو ځواکونو هوایي ملاتړ کمیږي.
امریکایي چارواکي وایي، په دې کې شک نشته چې له ۲۰۱۵ کال وروسته به اپاچي هلیکپټرې او امریکایي جنګي الوتکې ډیر هوایي بریدونه نه ترسره کوي او هم به د هوایي ځواکونو د عملیاتو لپاره شرایط سختیږي.
د امریکایي ۳۲ زره ځواکونو شمیربه په ۲۰۱۵ کال کې ۹۸۰۰ ته راکم شي او د دغو ځواکونو ډیربرخه به یې د افغانستان په دو لویو د کندهار او بګرام په هوایي اډو کې ځای پرځای کیږي چې په دې سره د هوایي ملاتړاړتیا هم کمیږي ځکه د مځکنیو ځواکونو شمیربه ډیرکم وي.
د فرانسپرس اژانس د راپور له مخې په داسې حال کې چې د افغانستان پوځ او پولیسو په جګړو کې برخه اخیستي خو د دې هېواد هوایي ځواکونه تر اوسه ډیر کمزوري دي او کله چې افغان امنیتي ځواکونو د طالبانو له کمین سره مخامخ کیږي یا پرې حمله کیږي، تر ډیره پر امریکایي الوتکو اتکا کوي.
امریکایي تحقیقاتي موسسه CNA وایي، افغانستان د هوایي ځواک په برخه کې زیاتو مرستو ته اړتیا لري خو دغه هیواد د خپل هوایي ځواک د پیاوړي کیدو لپاره له هغه څه نه چې پلان کړی یی دی، د زیاتې مرستې د جذ بولو ظرفیت نه لري.
دغې موسسې په هغه راپورکې چې د روان کال په پیل کې یې خپورکړی ویلي چې د افغانستان هوایي ځواکونه له ټاکلي پلان سره سم د پیاوړي کیدو لپاره د تخصصي پرسونل په موندلو کې له ستونزه سره مخ دی. که دغو ځواکونو کې د شاملیدو لپاره نوي کسان هم جذب شي، بشپړه روزنه به یې تر۲۰۱۸ کال پورې وخت ونیسي.
د فرانسپرس په وینا افغانستان چې یو غرنی هېواد دی او په لارو او سړکونو کې یې سخت دریځي وسله وال اکثره وختونه ماینونه ږدي، هوایي ځواک ورته ډیر مهم دی.
د افغانستان حکومت له اوږدې مودې راهیسې له نړیوالو ځواکونوغوښتي دي چې له دې هیواده له وتلو مخکې دوی ته پرمختللې الوتکې ورکړي.
د افغانستان هوایي ځواکونه په اوس وخت کې ۸۸ الوتکې لري چې په هغو کې له ترانسپورټي نه نیولې تراکتشافی الوتکو پورې بیلابیلې الوتکې شاملې دي.
د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د سرمفتش د دفتر له مخې دغه ځواک دغه راز۹ مي اولس MI- 17 هلیکپټرې هم لري.
افغانستان هیله من دی چې په اوږده مهال کې خپل هوایي ځواک په شلو Super Tucano A-29 الوتکو سمبال کړي. دغه الوتکې به واشنګټن کابل ته رانیسي.
که څه هم دغه الوتکې به د جنګي جت الوتکو په نسبت کمزوری وي خو چارواکي وایي چې د افغانستان اراضي ته په پام سره دغه الوتکې دې هیواد ته مناسبې دي چې کولای شي په اغیزمن ډول د هوا له لارې پروسله والو حملې وکړي.
د افغانستان هوایي ځواک ته د دغو الوتکو رانیول د امریکایي او برازیلي شرکتونو ترمنځ د قرارداد پرسرد حقوقي دعوا له امله له کلونوراهیسې ځنډیلی دی.
امریکایي پوځي جګړن فیل مارټین چې په کندهارکې د افغان امنیتي ځواکونو سره د سلاکار په توګه دنده ترسره کوي وایي، د افغان هوایي ځواک پیاوړي کیدل هغه مسله ده چې تل پرې خبرې کیږي.
دوی له موږه غواړي چې په دې برخه کې زیاته مرسته وکړو چې دا د درک وړده خو زیاتوي امریکا غواړي دغه مرسته وکړي خو په عین وخت کې موږغواړو چې د دوی د هوایي ځواکونو سیستم ترهغه حده پورې پیاوړی کړوچې د مرستود جذبولو بشپړظرفیت ولري.
د امریکا د هوایي ځواکونو د احصایې له مخې امریکایي الوتکو په تیرکال کې په افغانستان کې ۲۱۷۸۵ هوایي ماموریتونه ترسره کړي حال داچې سږکال تراوسه پورې د دغو ماموریتونو شمیره څه باندې شپږزره ده.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس ( آوا)
https://avapress.com/vdcfcxd1.w6dmcaz,iw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته