د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئيس ډاکټر اشرف غني احمدزي پرون له غرمې وروسته د قومي شوراګانو له ځينو استازو سره په ارګ کې وکتل.
په دغه کتنه کې د قومي شوراګانو استازو جمهور رئيس احمدزي ته د اختر او د جمهوري ریاست موقف ته د هغه د رسېدو له کبله مبارکي وویله او همداراز له حکومت څخه يې خپل ملاتړ اعلان کړ.
جمهور رئيس احمدزي هم د قومي شوراګانو استازو ته د اختر مبارکي وویله او د دوی له راتګ څخه يې مننه وکړه.
ډاکټر غني له قومي شوراګانو څخه وغوښتل چې د قومي شوراګانو او حکومت ترمنځ د واټن د راکمولو لپاره یو وړاندیز جوړ کړي.
جمهور رئيس احمدزي د سولې په برخه کې د قومي شوراګانو د ملاتړ غوښتنه وکړه او ويې ویل چې د ولس له ورسپارل شوي امانت څخه به په سمه توګه ساتنه کوي.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)