دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۶ میزان ۱۳۹۳ ساعت ۱۸:۳۱
د مطلب کود : 100103
جمهور رئیس احمدزی: نوی حکومت په هېواد کې د بنیادي تغییراتو رامنځته کولو ته ژمن دی
د افغانستان جمهور رئیس ډاکتر محمد اشرف غني احمدزي د مخابراتو وزارت له سرپرست امیرزي سنګین او د تفتیش د مرکزي عالي ادارې له سرپرست محمد شریف شریفي سره په کتنه کې د ښې حکومت والۍ پر رامنځته کولو او د فساد پرخلاف پرجدي مبارزې ټینګار وکړ.

د هېواد جمهور رئیس په دغو کتنوکې چې پرون په ارګ کې په جلا جلا ډول ترسره شوې، په ټینګار سره وویل چې د افغانستان نوی حکومت په هېواد کې د بنیادي تغییراتو رامنځته کولو ته ژمن دی او دغه بدلونونه د فساد په له منځه وړلو او د ښې حکومت والۍ د اصل په پلي کېدو سره را تللی شي.

ډاکتر محمد اشرف غني احمدزي د مخابراتو وزارت سرپرست او د مرکزي تفتیش د عالي ادارې سرپرست ته لارښوونه وکړه چې له افغانستان سره د ستروکمپنیو د قراردادونو په لاسلیک کې دې له پوره دقت څخه کار واخیستل شي او د هغو کمپنیو چارې دې چې په بېلابېلو برخوکې ورسره قرارداد کیږي، په سمه توګه تفتیش او وڅیړل شي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcawwn6e49nw61.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته