دخپریدو نیټه :شنبه ۱۵ قوس ۱۳۹۳ ساعت ۱۲:۱۶
د مطلب کود : 103429
۵ تنه ترهګر طالبان ووژل شول
په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د ملي پولیسو ،ملي پوځ او ملي امنیت ځواکونو د ګډو چاڼیزو عملیاتو په لړ کې چې بغلان ، جوزجان ، ارزګان ، لغمان ، کندهار او کاپیسا ولایتونو په اړوندوسیمو کې یې ترسره کړل،۵ تنه ترهګر طالبان ووژل شول ، یو تن ټپی او ۹ تنه د امنیتي ځواکونو له لورې ژوندي ونیول شول .
په یادو عملیاتو کې یوه اندازه وسلې او مهمات هم د ملي امنیتي ځواکونو لاسته ورغلي دي.
همدا شان د کابل پولیسو په تېرو ۲۴ ساعتو کې ۴ تنه غله او قاتلین د کابل ښار له بېلابېلو سیمو څخه نیولي دي.
د نیول شوو کسانو له ډلې نه ۳ تنه د کابل ولایت په شکر دری ولسوالۍ کې چې د یوه ملکي تن په وژنه کې لاس لري د قتل په تور نیول شوي دي.
دغه راز یو بل تن چې د دکانونو څخه د اجناسو په غلاو کي لاس در لود د کابل ښار د څلورمي امنیتی حوزې اړونده سیمه کې د پولیسو له لورې ونیول شو.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcewx8zojh87ei.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته

مربوطه لیکنې