دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۸ قوس ۱۳۹۲ ساعت ۱۰:۴۱
د مطلب کود : 80834
۵ تنه ترهګر طالبان ووژل شول
د امنیتی ځواکونو دبېلا بېلوګډو چاڼېزو عملیاتو په لړکې، ۵ تنه ترهګر طالبان ووژل شول
په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د ملي پولیسو ،ملي پوځ او ملي امنیت ځواکونو د ګډو چاڼیزو عملیاتو په لړ کې چې د ننګرهار ، بغلان ، ارزګان ، لوګر او هلمند ولایتونو په اړوندوسیمو کې یې ترسره کړل، ۵ تنه ترهګر طالبان ووژل شول او۷ تنه د امنیتی ځواکونو له لورې ژوندې ونیول شول .
په یادو عملیاتو کې یوه اندازه مهمات او چاودیددونکې توکې د ملي پولیسو لاسته ورغلي دي .
همدا راز د ملي پولیسو منسوبانو تېره ورځ ، ۶ کړې ماینونه چې د طالب ترهګرو له لورې د ترهګریزوکړنو د ترسره کولو په موخه د ننګرهار او کندز ولایتونو په اړوندو سیمو کې ځاي پر ځاي شوي وو کشف او شنډ کړل .
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcayana.49nwe1xhk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته

مربوطه لیکنې