دخپریدو نیټه :شنبه ۲۵ عقرب ۱۳۹۲ ساعت ۱۴:۴۱
د مطلب کود : 78918
۵ تنه ترهګر طالبان ووژل شول

په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د ملي پولیسو ،ملي پوځ ، ملي امنیت او ایتلافي ځواکونو د ګډو چاڼیزو عملیاتو په لړ کې چې د بلخ ، کاپیسا، کندهار ، لوګر او هلمند ولایتونو په اړوندوسیمو کې یې ترسره کړل، ۵ تنه ترهګر طالبان ووژل شول، یوتن ټپی او۲ تنه د امنیتی ځواکونو له لورې ژوندې ونیول شول .
په یادو عملیاتو کې یوه اندازه مهمات او چاودیددونکې توکې د ملي پولیسو لاسته ورغلي دي .
همدا راز د ملي پولیسو منسوبانو تېره ورځ ، ۶ کړې ماینونه چې د طالب ترهګرو له لورې د ترهګریزو کړنو د ترسره کولو په موخه د کنړ، لغمان او جوزجان ولایتونو په اړوندو سیمو کې ځاي پر ځاي شوي وو کشف او شنډ کړل .

سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcaaon0.49na61xhk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته

مربوطه لیکنې