دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲ سرطان ۱۳۹۳ ساعت ۱۰:۳۵
د مطلب کود : 94053
۵ تنه ترهګر طالبان ووژل شول

په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د ملي پولیسو ،ملي پوځ  او ملي امنیت ځواکونو  د ګډو چاڼیزو عملیاتو په لړ کې چې  ننګرهار، کندهار، ارزګان، میدان وردک، لوګر، پکتیا، هرات، بادغیس او  هلمند ولایتونو په اړوندوسیمو کې یې ترسره کړل،۵ تنه  ترهګر طالبان  ووژل شول  او۳ تنه  د امنیتي ځواکونو له لورې  ژوندي ونیول شول .
په یادو عملیاتو کې یوه   اندازه  مهمات  او چاودیدونکي توکي هم د ملي امنیتي ځواکونو لاسته ورغلي دي .
همدا راز  د ملي پولیسو منسوبانو تېره  ورځ ،۲۵  کړۍ  ماینونه  چې د طالب ترهګرو له لورې  د ترهګریزوکړنو د ترسره کولو په موخه  د بدخشان ، زابل ، ارزګان ، غزنی ، خوست او هرات ولایتونو  په  اړوندو سیمو کې ځای پر ځای شوي وو کشف او شنډ کړای شول.

سرچينه : دصدای افغان خبری آژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcipua3.t1a5w26kct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته

مربوطه لیکنې