د افغانستان د انتخاباتي شکایتونو د کمیسیون چارواکي وايي چې د الکټرونیکي تذکرو په ویشلو سره به په انتخاباتو کې د ښځو ګډون ډير شي.
د دې کمیسیون مرستیالې ریدا عظیمي نن په یوه خبرې کنفرانس کې وویل چې د ۱۳۹۳ کال په انتخاباتو کې۳۷،۱ فیصده ښځو ګډون کړی و.
میرمن عظیمي وویل چې اوس مهال د انتخاباتي شکایتونو د کمیسیون لس فیصده کار کوونکي ښځې جوړوي او اړتیا ده چې دا شمېره زیاته شي.
که څه هم په انتخاباتو کې د ښځو ۳۷ فیصده ونډه د پام وړ ده؛ خو د ښځو مدافع بنسټونه دغه اندازه کافي نه بولي او وایي چې په انتخاباتو او تصمیم نیونه کې باید د ښځو ونډه زیاته شي.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)