دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۷ دلو ۱۳۹۳ ساعت ۱۵:۲۲
د مطلب کود : 106984
سیاف وايي مجاهدین له داعش سره مقابلې ته چمتو دي
پخوانی جهادي مشر عبدالرب رسول سیاف وايي چې مجاهدین به د اسلامي دولت ډلې یا داعش مقابله وکړي.
ښاغلي سیاف پرون چې له افغانستانه د پخواني شوروي ځواکونو د وتلو له شپږویشتمې کلیزې سره برابره وه؛ خپلو پلویانو ته په وینا کې وویل چې داعش د اسلام د بدنامولو لپاره جوړه شوې ډله ده.
د پخوانیو مجاهدینو د اسلامي اتحاد د تنظیم مشر عبدرب الرسول سیاف وايي چې داعش ډله د اسلام او مسلمانانو د بدنامۍ په مقصد جوړه شوې ده او مجاهدین به یې پر وړاندې ودرېږي.
ښاغلي سیاف له افغانستانه د پخواني شوروي ځواکونو د وتلو د کلیزې په مناسبت په کابل کې یوې جوړې شوې غونډې ته چې یوشمېر نورو جهادي مشرانو هم ګډون په کې کړی و؛ وویل، مجاهدین د داعش پرضد مقابلې ته تیار دي:
"هرڅوک چې د اسلام له نامه څخه ناسمه استفاده کوي او په نړۍ کې د اسلام په اړه ناسم تصویر معرفي کوي؛ زموږ ورسره مقابله ده، د دین د دښمنانو او د بشريت د دښمنانو په توګه یې پېژنو. موږ لکه څنګه چې د هر یرغلګر پر وړاندې درېدلي یو؛ د داعش پر وړاندې به هم ودرېږو. زموږ ملاوې تړلې دي."
ښاغلي سیاف ونه ویل چې د اسلامي دولت ډلې پر وړاندې چې ده د اسلام د بدنامولو لپاره جوړه شوې ډله وبلله؛ مقابله به د کوم ځواک په وسیله کوي.
د مجاهدینو ډېری مشران که څه هم ادعا کوي چې د دوی پلویان په ټول افغانستان کې شته؛ خو هغه تورونه ردوي چې ګنې دوی وسله وال کسان لري.
د افغانستان د پوځ پخوانی جنرال عتیق الله امرخېل په دې نظر دی چې د تروریستي ډلو پر وړاندې مقابله د افغان حکومت مسوولیت دی؛ نه د غیررسمي وسله والو ډلو:"په افغانستان کې دولت لرو او وسله وال پوځ لرو چې په هېواد کې د امنیت مسوولیت لري او د تندلارو او تروریستي ډلو پر وړاندې په مبارزه کې به فکر کوم چې نورو کسانو ته هېڅ اړتیا نه وي."
ښاغلي سیاف د خپلو څرګندونو په یو بله برخه کې ځان او مجاهدین د اوسني حکومت همکاران وبلل او څرګنده یې کړه چې پر دولت له انتقادونو څخه د ده هدف اصلاح راوستل دي؛ خو د دې ترڅنګ یې د داعش ډلې جوړېدل د طنز په ژبه او په تلویحي ډول د مجاهدینو پرضد نړیواله دسیسه وبلله:
"داعش کومه معجزه نه ده. ډاکټر همغه یو ډاکټر دی؛ خو د وضعیت له بدلون سره سم نسخه بدلوي. کله طالب ولیکي، کله القاعده او کله داعش او ښايي بل څه هم ولیکي."
عبدرب الرسول سیاف د پخوانیو مجاهدینو د اسلامي اتحاد د تنظیم مشر و چې د حامدکرزي د ولسمشرۍ پرمهال د محدودو ځواکمنو جهادي څېرو په ډله کې شمېرل کېده.
خو د حمل د شپاړسمې په انتخاباتو کې د کمو رایو له ګټلو وروسته د سیاست له ډګر څخه ترېوې اندازې څنډې ته شوی دی.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcdj90foyt0zn6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته