دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۱ حوت ۱۳۹۳ ساعت ۱۴:۴۶
د مطلب کود : 108413
سرتاج عزيز: د افغان حکومت او طالبانو په مذاکراتو کې مرسته کوو
پاکستان د افغان دولت او افغان طالبانو ترمنځ د سولې د خبرو اترو په پيلولو کې د مرستې تصديق کړى، خو د امريکا او افغان طالبانو ترمنځ يې له هرډول مخامخ خبرو بې خبري ښودلې ده.
د پاکستاني رسنيو د راپورونو له مخې، په بهرنيو او امنيتي چارو کې د پاکستان د صدراعظم سلاکار سرتاج عزيز د سې شنبې په ورځ ناوخته د پاکستان د مشرانو جرګې د بهرنيو چارو کمېټې ته د وينا پرمهال ويلي، پاکستان د هغو ټولو هڅو ملاتړکوي، چې له مخې يې په افغانستان کې سوله او ثبات ټينګېداى شي.
نوموړي همداراز په افغانستان کې د سولې پروسې په عمل کې د پاکستان د رول په اړه وويل، چې پاکستان د سيمې د سولې لپاره له مخکې غوښتل، چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې لپاره خپل رول ولوبوي او اوس هم په دې لړکې اسانتياوې برابروي او د دې عمل کلک ملاتړ کوي.
په عين کې د پاکستان د سياسي او سيمه ييزو چارو کارپوهان له افغان حکومت سره د طالبانو د خبرو اترو په لړکې د پاکستان رول مهم ارزوي وايي، چې که چېرې دوى پرې فشار راوړي، نو ښايي هغوى خبرو ته کېني.
خو د دې ترڅنګ دوى پردې خبرې هم ټينګار کوي، چې افغانان دې خپلې خوښې ته پرېښودل شي، څو دا پروسه په خپله پرمخ بوځي.
د سياسي او سيمه ييزو چارو څارونکي او پخواني ډيپلومات رستم شاه مومند له ازادۍ راډيو سره په خبرو کې په دې اړه وويل:
"که زور پرې وکړي، نو بيا يې خبرو ته کېنولاى شي، خو د زور خبرې نتيجه نه شي ورکولاى.
دوه خبرې دي، يو خبرو ته کېناستل دي او بل نتيجه ورکول دي، نو دومره زور خو پرې پاکستان اچولى شي، چې دوى خبرو ته کېنوي، خو دومره زور پرې نه شي اچولى، چې خبرې يې نتيجه ورکړي.
نو زه فکر کوم، چې د زوره کار نه دي اخيستل پکار، افغانان دې خپل خوښې ته پرېښودل شي، چې هغوى کومه لار خوښوي.
د جبر زور دا شى غلط دى، که هغوى خپله خبرو ته کېني، نو ډېره ښه خبره ده، بايد چې کېني او خبرې اترې وکړي، چې په منطقي باندې به يې ډېر زيات مثبت اثرات پرېوځي."
دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستيو کې د افغان دولت او د وسله والو مخالفانو ترمنځ د سولې د خبرو اترو د پيلېدو اوازې تيزې شوي او ويل کېږي، چې د پاکستاني پوځ مشرجنرال راحيل شريف کابل ته په خپل وروستي سفر کې افغان ولسمشر ته ويلي وو، چې افغان طالبان خبرو ته چمتووالى ښودلى دى.
سرتاج عزيز دا څرګندونې په داسې حال کې کړي، چې د پاکستاني پوځ وياند جنرال عاصم باجوه هم پرخپل ټويټرپاڼه ليکلي، چې د پاکستان او افغانستان لپاره د امريکا ځانګړي استازي ډينئيل فيلډ من پاکستان ته د وروستي سفر پرمهال په افغانستان کې د سولې او ثبات په ټينګښت کې د دې هېواد رول ستايلى دى.
د يادونې وړ ده، چې سرتاج عزيز دغې کميټې ته دا هم ويلي، چې افغانستان له څلورو کلونو راهیسې پر پاکستان او نورو هېوادونو زور راوړی و، چې له طالبانو سره د سولې او روغې جوړې په خبرو کې ورسره مرسته وکړي، ځکه چې تر دې وړاندې طالبانو له افغان حکومت سره له خبرو اترو انکار کړی و.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdccs4qs12bqx08.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته