دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۸ دلو ۱۳۹۴ ساعت ۱۱:۵۰
د مطلب کود : 122005
د کرکټ افغان ۱۹کلنه لوبډله نن له پاکستان سره لوبه کوي
ټاکل شوې ده چې د کرکټ د ۱۹کلونو ټیمونو په نړېوال جام لوبو کې چې په بنګله دېش کې روانې دي، نن د افغانستان لوبډله له پاکستان سره مسابقه وکړي.

د افغانستان د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک ازادي راډیو ته وویل چې افغان لوبغاړي دې لوبې ته ښه چمتوالی لري.

ښاغلي هوتک زیاته کړه:

"د افغانستان د کرکټ ۱۹کلنه لوبډله دې لوبې ته پوره چمتو ده او هیله من یوو چې د پاکستان په وړاندې بریالۍ شي او هېوادوالو ته خوښې ورپه برخه کړي."

د ۱۹کلونو د نړېوال جام په "ب" ګروپ کې د افغانستان تر څنګ سریلانکا او کاناډا ځای لري چې دا دوه ټیمونه به هم نن مسابقه وکړي.

دغه نړېوال جام لوبې تېره ورځ پیل شوې چې کوربه بنګله دېش جنوبي افریقا او انګلستان فېجي ته ماتې ورکړه.

افغان لوبډله باید لږ تر لږه دوه ټیمونه مات کړي څو بلې مرحلې ته ووځي.

د نننۍ لوبې په اړه احمد شیبر د افغانستان د کرکټ بورډ له ویاند فرید هوتک سره مرکه کړې او لومړی یې دا پوښتنه ترې کړې ده چې افغان لوبغاړي به له پاکستاني لوبغاړو سره څرنګه لوبه وکړي؟
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcfx0dytw6d0xa.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته