نوموړی تر هر څه دمخه د خپلې نوې دندې په لومړیو شیبو کې وویل:« بې له شکه چې افغانستان د نړیوالې ټولنې، انګلستان او د ناټو د غړو هیوادونو او البته چې د روسیې لپاره د اندیښنې لامل پاتي شوی دی. دا د روسیې سره په فعاله توګه د دوه اړخیزو خبرو لپاره یوه مساله ده».
لندن د روسیې سره په افغانستان کې د حالاتو په هکله په فعاله توګه دوه اړخیزې خبرې روانې کړي دي. د «اینترفاکس»خبري آژانس سره د مرکې پرمهال په دې هکله څرګندونې د انګلستان نوي سفیر لاري بریستوی کړي دي.