دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۸ قوس ۱۳۹۵ ساعت ۱۹:۵۸
د مطلب کود : 134994
جمهوررئیس غني د سویډن، ډنمارک، ناروې، فنلنډ او هالنډ هېوادونو له سفیرانو سره وکتل
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني پرون ماښام د سویډن، ناروې، ډنمارک، فنلنډ او هالنډ هېوادونو له سفیرانو سره وکتل.
دغه کتنه چې په ارګ کې وشوه د هېواد لومړۍ مېرمن هم په کې حضور درلود، جمهوررئیس غني یادو سفیرانو ته د ښه راغلاست تر څنګ د دوی هڅې او د بروکسل او وارسا په کنفرانسونو کې افغانستان سره په بېلابېلو ډګرونو کې د دغو هېوادونو د ژمنو قدرداني وکړه.
ورپسې د هېواد لومړۍ مېرمن خبرې وکړې، د بشري حقونو او د ښځو د اقتصادي او تعلیمي ځواکمنتیا په برخه کې یې د سویډن، ناروې، ډنمارک، فنلنډ او هالنډ هېوادونو له ژمنو مننه وکړه وې ویل: کوم ګامونه چې ستاسو هېوادونو په دغه ډګر کې پورته کړي دي، د افغانستان د حکومت د پلانونو او لومړیتوبونو سره مطابقت لري او موږ له هغو څخه خوښ یوو.
همدارنګه د هېواد لومړۍ مېرمن د سویډن حکومت له دغه تصمیم څخه چې ټاکل شوې ده د هېواد د ۳۴ولایتونو د ښځو لپاره په کابل کې د منازعاتو د حل په برخه کې ورکشاپ جوړ کړي، مننه وکړه.
ورپسې د سویډن، ناروې، ډنمارک، فنلنډ او هالنډ سفیرانو په بېلابېلو ډګرونو په ځانګړي ډول د بشري حقونو او د افغان ښځو د اقتصادي، تعلیمي او حرفوي ځواکمنتیا په اړه معلومات ورکړل او د ښځو د اقتصادي ځواکمنتیا پروګرام او ولسي تړون ملي پروګرام څخه یې د خپلو هېوادونو ملاتړ څرګند کړ.
په پای کې جمهوررئیس غني څرګنده کړه چې د افغان ښځو تولیداتو ته د بازارموندنې په برخه کې دې جدي همکاري وشي، تر څو د افغان ښځو لاسي صنایع او نور محصولات اروپايي بازارونو ته لار ومومي او له دې لارې هغوی د خپلو کورنیو د اقتصاد په ښه‌والي کې ګټور نقشولوبوي.
ارګ-ریاست جمهوری
https://avapress.com/vdcf1jdyjw6dm1a.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته