دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۷ دلو ۱۳۹۵ ساعت ۱۰:۴۱
د مطلب کود : 137669
جمهور رئیس غني د طبیعي پېښوزیانمنو شویو ته پر وخت د رسیدګي ټینګار وکړ
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهور رئیس محمد اشرف غني په مشرۍ د بیړنیو حالاتو کمېټې د راپور په اړه د بحث ناسته نن ماښام په ارګ کې جوړه شوه.
په دې غونډه کې د حکومت اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله، طبیعي پېښو ته د رسیدګي په چارو کې د دولت وزیر، د فواید عامې او کلیو پراختیا وزیرانو او امنیتي مسوولینو حضور درلود. د بیړنیو حالاتو کمېټې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د وروستیو طبیعي پېښو په اړه د خپلو اجراتو راپور غونډې ته وړاندې کړ.
طبیعي پېښو ته د رسیدګي په چارو کې د دولت وزیر ویس برمک وویل، زیانمنو شویو ته د رسیدګي او د برف کوچونو د مخنیوي په خاطر په ټولو ولایتونو کې سیمه ییزو ادارو سره همغږي شوې او د ځینو ولایتونو د تګ راتګ د تړلو مسیرونو د پاک کارۍ لپاره وسایط تنظیم شوي دي.
هغه زیاته کړه، مرسته رسونکي ټیمونه تیار دي چې هوا ښه شي، نو د تګ راتګ لارې به پرانیزي او بیړنۍ مرستې به ورسوي. برمک همدارنګه په بغلان، سرپل، حاجي ګک کوتل او د بامیانو غوګردوی کې له برف کوچونو او سړې هوا څخه د خلکو د نجات په موخه د تدابیرو د نیولو خبر ورکړ.
طبیعي پېښو ته د رسیدګي په چارو کې د دولت وزیر وویل، په کومو ولایتونو کې چې د برف کوچونو خطر موجودی، هلته له سیمه ییزو مسوولینو اوادارو سره په همغږۍ په دې برخه کې لازم تدابیر نیول شوي دي.
جمهور رئیس دبیړنیو حالاتو کمېټې د راپور له اورېدو وروسته له دغې کمېټې څخه د نیول شویو تدابیرو او اقداماتو له امله مننه وکړه وې ویل، د هغو سیمه ییزو مسوولینو د تقدیر لپاره دې فهرست ترتیب شي چې د خلکو د ژغورنې لپاره یې کوښښونه کړي دي.
جمهور رئیس غني د بیړنیو حالاتو کمېټې ته لارښوونه وکړه چې امکانات دې واضح وارزوي او همدارنګه دې د هېواد هوایي ځواک او ناټو سره همغږي وکړي چې لازمې مرستې ژر خلکو ته انتقال شي. هغه وویل، د حالاتو وړاندوینې ته په پام باید د طبیعي پېښو د احتمالي خطرونو د مخنیوي لپاره لازم تیاری ونیول شي.
https://avapress.com/vdch-qnzw23nx-d.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته