دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۸ حوت ۱۳۹۵ ساعت ۱۸:۵۶
د مطلب کود : 139094
د سولې د هوکړه‎ لیک د عملي کېدو پر پڅ بهیر د حزب اسلامي نیوکه
له حزب اسلامي سره د افغان حکومت د هوکړه لیک په عملی کېدو د څار کمېسیون اعلان کړی چې د دغو بندیانو نوملړ ولسمشر ته لېږل شوي او دوی به ډېر ژر له بنده خوشي شي.
د افغان غږ(افغان غږ خبری آژانس) آژآنس د خبرله مخی، له حزب اسلامي سره د افغان حکومت د هوکړه لیک په عملی کېدو د څار کمېسیون نن سې‎شنبې(د کب په ۱۷ مه)اعلان وکړ چې د دغو بندیانو نوملړ ولسمشر ته لېږل شوي او دوی به ډېر ژر له بنده خوشي شي.
اخوا حزب اسلامي له هغه څه نه چې د سولې د هوکړه لیک د عملي کېدو د بهیر پڅوالی بولي نیوکه کوي او وایي چې باید کابل ته د ګلبدین حکمتیار له راتګ څخه مخکې باید د وار له مخې شرطونه عملي کړي.
د حزب اسلامي لږ تر لږه د ۲۰۰ بندیانو خوشي کول، د ګلبدین حکمتیار د اوسېدو لپاره له امنیتي پلوه د یو مناسب او ډاډمن ځای برابرول او همداراز د حزب اسلامي د کډوالو د اوسېدو لپاره د زرو استوګنو نمرو وېش پلازمېني ته د حکمتیار د راتلو درې اصلي شرطونه دي.
د حزب اسلامي په باور د دغو شرطونو عملي کېدل د حکومت لخوا په پڅه توګه روان دي له همدې امله کابل ته د ګلبدین حکمتیار راتلل ځنډول شوي دي.
د حزب اسلامي د رسنیزې ډلې رییس قریب الرحمن سعید وویل:«زموږ شکایت دا دی چې دولت باید له هغو وسایلو او امکاناتو سره چې لري یې په عاجله او عملي توګه دغه کار ترسره کړي.»
له حزب اسلامي سره د سولې د هوکړه‎لیک د عملي کولو اجرايي کمېسیون د دغه هوکړه‎لیک د پلي کېدو د پڅوالي په ردولو سره وايي د حزب اسلامي د بندیانو لومړۍ ډله چې شمېر یې کابو ۶۰ تنو ته رسېږي ډېرژر به خوشي شي او همداراز حکومت د ګلبدین حکمتیار د کوربتوب لپاره ټول چمتووالی نیولی دی، لکه څنګه چې که ښاغلی حکمتیار همدا سبا کابل ته راشي حکومت چمتو دی د هغه ساتنه وکړي.
له حزب اسلامي سره د هوکړه‎لیک د پلي کولو کمېسیون ویاند احمد فرزان وویل:«د ټولو بندیانو دوسیې پیدا شوې دي او د بندیانو ترمنځ توپير هم شوی چې سیاسي بندیان دي حق العبدي نه‎لري او په جنايي جرمونو کې دخیل نه‎دي او له ترهګرو ډلو او طالبانو سره اړیکه نه‎لري دغه بندیان تفکیک او جلا کېږي.»
له بلخوا د حزب اسلامي د رسنیو د ډلې رییس وایي دوی د نوموړي ګوند د مهمو بندیانو نوملړ حکومت ته سپارلی او حکومت باید له ۶۰ د لږو یا ډېرو کسانو پر خوشي کولو سربېره هغه کسان هم خوشي کړي چې نومونه یې په دغه نوملړ کې راغلي دي.
قریب الرحمن سعید زیاته کړه:«ځینې زندانیان دي چې ډېر مهم دي او حزب اسلامي د هغوی نوملړ مقابل لوري ته ورکړی ترڅو د دغو بندیانو ترڅنګ هغوی هم ژر تر ژره خوشي شي.»
ځینې سرچینې وايي حزب اسلامي پلازمېني ته د ښاغلي حکمتیار د راتلو لپاره په لومړی ګام کې د لطف الله صادق، قاضي رحمان داد او د بشیربغلاني د زوي نجیب الله په ګډون د دغه ګوند د لږترلږه ۲۰۰ بندیانو د خوشي کولو، د حزب اسلامي د کډوالو لپاره د استوګنې د زرو نمرو وېشل او همداراز د ګلبدین حکمتیار د اوسېدو لپاره د مناسب ځای برابرول د شرطونو په توګه یاد کړي دي.
https://avapress.com/vdcb99b8arhbfgp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته