دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۰ جوزا ۱۳۹۶ ساعت ۰۹:۳۱
د مطلب کود : 143903
د امنیت وروسته لوی چالش، اداری فساد دی
د اقتصاد په وزارت کی مقامات وایی چی په دوو تیرو کلونو کی، اساسی ګامونه د شفافیت او حساب ورکونی رامنځته کونی په برخه کی په دی وزارت کی اخیستل سوی دی.
د افغان غږ خبری آژانس د خبر له مخی، عبدالستار مراد؛ د اقتصاد وزیر پرون(سه شنبه) په یو ناسته کی د ( د اقتصاد وزارت لاسته راوړنی د شفافیت او حساب ورکونی به برخه کی ) تر نامه لاندی چی په کابل کی رامنځته سوی وو وویل: اداری فساد د امنیت وروسته لوی چالش او خنډ د افغانستان خلګو په لاره کی دی او موږ د دوو کالو راهیسی هڅه کړی دی ترڅو د اقتصاد په وزارت کی د فساد مخه ونیسو.
هغه بیله دی چی د کوم شخص څخه نوم واخلی، زیاته کړه: ددی وزارت دری لوړ پوړي چارواکی چی په فساد باندی تورن وو کشفی او عدلی او قضایی ارګانونو ته معرفی کړل سو.
ښاغلی مراد زیاته کړه: موثر او شفاف مدیریت د استخدام په روند کی د ملکلی خدماتو په برخه کی د استخدام پروسی څخه د شکایاتو سطحه د اداری اصلاحاتو او ملکی خدماتو مستقل کمیسیون شکایاتو کی لږ سوی دی.
ښاغلی مراد، وویل: د دوو کالو په لړ کی یو واحد مرکز د غیری دولتی موسساتو ثبت مراحلو لپاره او مراجعینو سره د اړوند کارمندانو اړیکی نه شتون کنترول لپاره د هر ډول سوء استفادی څخه رامنځته سوی دی.
د اقتصاد وزیر په دی بیان سره چی ټول استخدامی کارمندان د آزاد رقابت په واسطه جذبیږی، وویل: نه سو ویلای چی اوس د اقتصاد وزارت د فساد څخه خالی دی خو مصممه یو او هڅه کوو تر څو په راتلونکی کی د شفافیت او حساب ورکونی موثر تطبیق سره دا وزارت د فساد څخه خالی اعلان کړو.
هغه زیاته کړه: که څه هم د اقتصاد وزارت کارکرد ښه وو خو زموږ ارزونی په کامله توګه پای ته نه دی رسیدلی خو هر وخت چی ارزونی پای ته ورسیدل ددی وزارت نمره به اعلان کړو.
همدارنګه محمد امین، اداری فساد په وړاندی مبارزی عالی اداری پالیسی او مسلکی معین په دی ناسته کی وویل: هغه ارزونی چی موږ ترسره کړی دی شکاره کړی دی چی د ملی وحدت حکومت د مخکنۍ حکومت په نسبت د فساد په وړاندی مبارزه کی ښه دی او ښه عمل کړی دی خو بیاهم مشکلات شتون لری او دا شوم پدیده د افغانستان خلګو لمن نیولی دی.
موصوف زیاته کړه چی هغه مقامات چی مخکنۍ حکومت کی دندی ترسره کولی خپل ۵۰ سلنه دارایی ثبت کړی وو خو د ملی وحدت حکومت ټوله خپل دارایی او شتمنی ثبت کړی دی.
https://avapress.com/vdcfxmdymw6dj1a.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته