دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۱ جوزا ۱۳۹۶ ساعت ۱۴:۳۰
د مطلب کود : 144550
غني او شریف د ترهگرو ډلو پر ضد پر گډه مبارزه نوې هوکړه کړې

ولسمشرۍ مانۍ ویلي؛ غني او نواز شریف له هغو ترهگرو ډلو سره، چې د دواړو هېوادنو او سیمې ثبات ته زیان رسوي پر گډه د مبارزې هوکړه کړې.

د دواړو مشرانو د قزاقستان د پلازمېنې استانې د شانگهای ناستې په څنډه کې څه نا څه یو ساعت لیدنه کړې، چې د رپوتونو له مخې؛ د پاکستان او افغانستان د مشرانو په دې لیدنه کې د ترهګرو ډلو پر ضد د فعالیتونو په اړه یو او بل ته د خپلمنځي معلوماتو د وړاندې کولو او دغه راز د امریکا، پاکستان، افغانستان او چین څلور اړخیزې ډلې پر بیا کارولو هم هوکړه شوې ده.

په دغه ناسته کې دواړو مشرانو هوکړه کړې، چې د دواړو هېوادونو تر منځ د اړیکو ښه کولو لپاره یوه گډه کمیته جوړه او لومړنۍ ناسته به یې هم په کابل کې کیږي.

د یو لړ څرګندونو له مخې نواز شریف په کابل کې موتر بم برید غندلی او ویلي یې دي، چې پاکستان په افغانستان کې سوله او ثبات غواړي.

غني له واکمنیدو سره پاکستان ته سفر وکړ او هیله ‌من و، چې پاکستان به وسلوال طالبان سولې ته وهڅوي؛ خو داسې ونه شول.

ولسمشر غني د ۲۰۱۵ په دسمبر کې اسلامآاباد ته دوه یم سفر وکړ. پاکستان د څلور هېوادیزو ناستو لړۍ پيل کړه؛ خو طالبانو په دې لړۍ کې له گډون ډډه وکړه او ولسمشر غني، پاکستان د سولې په بهیر کې په نه‌همکارۍ تورن کړ. له دې سره د دواړو هېوادونو ترمنځ د تورونو لوبه توده ناندرې وغزیدې.

تېره چارشنبه چې په کابل کې خونړۍ چاودنه وشوه، افغان څارگرې ادارې د پړې گوته پاکستان ته ونیوه. پاکستان د تل په څېر دا تورونه رد کړل او په وروستۍ لېدنه کې نواز شریف د کابل وروستۍ پېښې غندلې هم دي.

د یادونې وړ ده، چې ولسمشر غني تېره اوونۍ په «کابل بهیر» ناسته کې له پاکستان سره د سولې غوښتنه بیا راپورته کړې ده.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcene8z7jh8eni.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته