دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۴ اسد ۱۳۹۶ ساعت ۱۲:۲۷
د مطلب کود : 148256
پر عطا محمد نور تر نیوکې وروسته اصف مومند ونیول شو
په شمال بلخ ولایت کې د ولایتي شورا یوه غړی اصف مومند په بلخ هوایي ډګر کې نیول شوی، وروسته له هغه چې نوموړې څو ورځې مخکې د بلخ پر والي عطا محمد نور د فساد تورونه پورې کړي وو.

امنیتي چارواکي وایي، مومند تیره شپه ناوخته هغه مهال وینول شو کله چې غوښتل یې له بلخ ولایت څخه کابل ته ولاړ شي.

چارواکي زیاتوي، چې د نوموړې د نیولو پر مهال نښتې هم رامنځته شوه چې په ترڅ کې دوه کسان وژل شوي او څلور نور ټپیان دي.

په همدې حال یوه بل امنیتي چارواکي وایي، پیښه هغه مهال رامنځته شوه کله چې امنیتي ځواکونه غوښتل ښاغلي مومند د کورنیو چارو وزارت سرپرست د حکم له مخې کابل ته واستوي.

هغه وویل چې د عطا محمد نور پورې تړلې پوځیانو د بلخ د ولایتي شورا دا غړی له ځان سره یوړ.

خو د  بلخ والي ویاند منیر فرهاد وایي اصف مهمند د امنیتي ځواکونو له خوا په یو شمېر قراردودنو کې د ادارې فسار په تور نیول شوی دی او له هغه څخه څیړنې روانې دي.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcbswb80rhba5p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته