دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۲ میزان ۱۳۹۶ ساعت ۱۰:۱۹
د مطلب کود : 150882
کابل ته د پاکستان پوځ مشر سفر او د ولسمشر غني، جهادي او سیاسي مشرانو ترمنځ د مشورتي ناستو پیل

د افغانستان جمهوري ریاست دفتر یا ارګ ماڼی په یوه بیان کې لیکلي، چې ل کابل ته د پاکستان د لوی درستیز جنرال قمر جاوید باجوه د سفر د جزئیاتو په اړه معلومات ورکړل.

خبرپاڼه زیاتوي، چې غني د سویلي اسیا په اړه د امریکا متحدو ایالتونو د ستراتیژۍ له اعلان وروسته د سیمې بدلون او برابرو شویو فرصتونو ته په اشارې وویل، د سویلي اسیا او افغانستان په اړه د امریکا متحدو ایالتونو نوې ستراتیژي د سولې لپاره ګټوره ده.

د ارګ ماڼی په وینا، د هېواد جهادي او سیاسي مشرانو هم کابل ته د پاکستان د لوی درستیز د سفر هرکلی وکړ او له پاکستان سره د مذاکراتو پیل مهم وباله او د دغو مذاکراتو د دوام ترڅنګ یې ټینګار وکړ چې په دې اړه ملي، سیمه ییزه او نړیواله اجماع باید نوره هم پیاوړې شي.

جهادي او سیاسي مشرانو د افغانستان، سیمه ییزو او بین المللي مهمو مسایلو او سولې ترڅنګ د سویلي اسیا او افغانستان په اړه د امریکا متحدو ایالتونو د ستراتیژۍ له اعلان وروسته له رامنځته شویو فرصتونو څخه د ښې ګټه اخیستنې او راتلونکو ګامونو په اړه هم بحث او خبرې وکړې.

د هېواد جهادي او سیاسي مشرانو د افغانانو په رهبرۍ او مالکیت د سولې د بین الافغاني مذاکراتو ، سیمه ییزو همکاریو، سوداګرۍ او ټرانزیټ په اړه هم خپل لیدلوري شریک کړل او په دې برخو کې یې د حکومت د لاسته راوړنو قدرداني وکړه.

جهادي او سیاسي مشرانو وویل، له پاکستان سره دې مذاکرات په دقیق ډول ترسره شي، تر څو افغانستان ستراتیژیکو موخو ته چې تلپاتې سوله ده ورسېږي. هغوی وویل، له پاکستان سره د بحث او مذاکراتو په اړه ملي اجماع موجوده ده، خو د احساساتو پرځای دې په دقت او تدبیر ګامونه پورته شي.

یادو مشرانو د خپلو مشورو او لیدلورو د شریکولو پرمهال له طالبانو وغوښتل چې د بین الافغاني مذاکراتو هرکلی وکړي او له دې لارې دې د هېواد ابادۍ او پرمختګ کې ونډه واخلي.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcjoyev8uqeioz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته