دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۱ جدی ۱۳۹۶ ساعت ۱۳:۳۷
د مطلب کود : 155705
د طالبانو د ځانمرګو بریدونو مسوول په هلمند ولایت کې ووژل شو

د افغانستان په ختیځ هلمند ولایت کې ځایي حکومتی چارواکي وایي، د وسله والو طالبانو د ځانمرګو بریدونو مسوول د هوایي برید په ترڅ کې وژل شوي.

چارواکي وایي، زیاتوي چې مولوي احمد مسرور پرون ماښام د ګرشک ولسوالی په مربوطاتو کې د ۱۵ نورو وسله والو سره یوځای په هوایي برید کې ووژل شو.

د هلمند لایت مقام هم په یوه بیان کې لیکلي، چې تېر ماښام د ګرشک ولسوالۍ شورکي سیمه کې د هوايي بریدونو پر مهال د طالبانو د درې مهمو قومندانانو په ګډون ۱۶ جنګیالي وژل شوي دي.

خبرپاڼه زیاتوي، چې په وژل شویو قومندانانو کې مولوي احمد مسرور د ځانمرګو بریدونو مسُول سربیره ملا صدیق الله او مولوي سجاد شامل دي.

د ولایت مقام په وینا، ياد مخالفین هغه مهال په نښه شول، چې غوښتل يې شپږ ځانمرګي بریدګر نهرسراج ولسوالۍ ته انتقال کړي، چې د هوايي بریدونو له مخې بریدګر هم له منځه تللي دي.

د دولت ضد وسله والې ډلې د وسله والو طالبانو په ګډون تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdciuwazwt1awy2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته