دخپریدو نیټه :شنبه ۳۰ جدی ۱۳۹۶ ساعت ۱۱:۲۹
د مطلب کود : 156657
په ملګرو ملتونو کې د افغانستان پر سر د امریکا او پاکستان لفظي شخړې

د افغانستان په هکله د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې تېره ورځ پاکستاني او امریکایي چارواکو د ترهګرو امن ځایونو په خاطر پر یو بل تند نیوکې وکړې.

د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر مرستیال جان سولیوان په غونډه کې د وینا پر مهال وویل، که پاکستان له ترهګرو ډلو سره خپل همکاريو ته دوام ورکړي او هغوي ته یې امن ځایونه ورکړي نو د امریکا متحده ایالاتو حکومت نشي کولی له دغه هېواد سره خپل همکاريو ته دوام ورکړي.

نوموړی ټینګار وکړ، چې اسلام اباد باید دغه کار ته د پای ټکې کیږدي او د افغان جګړې د پای په موخه په روانو هلو ځول کې یوه رغنده ونډه واخلي.

خو په ملګرو ملتونو کې د پاکستان سفیرې ملیحه لودي وایي، په کار ده چې افغان حکومت او د افغانستان متحدین په افغانستان کې موجود وني ستونزو او کړکیچو ته پام وکړي د دې پر ځای چې خپل مسئولیتونه پر نورو واچوي.

اغلي لودي وایي، هغه کسان چې په دې باور دي چې د ترهګرو امن ځایونه د افغانستان په بهر کې میشت دي، هغوي په خپلو نظریاتو کې بیا کتنې ته اړتیا لري.

دا په داسې حال کې ده چې افغان او امریکایي چارواکي تل ادعا کړي چې په افغانستان کې روان تاوتریخوالي د وسله والو طالبانو  او د حقاني شبکې له هغو امن ځایونو سره مستقیم تړاو لري چې د پاکستان په مهمو ښارونو کې میشت دي.

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني تېره اوونی د سولې په اړه د مدني ټولنو، ځوانانو او د ښځو په ملي مشورتي کنفرانس کې د وینا پر مهال او له غیرو مسوولو او غیر قانوني وسله والو ډلو سره د ملاتړ په خاطر پاکستان ته سخت خبرداری ورکړ او ترهګرو ډلو ته  د لاسټوني مار وباله.

ولسمشر غني وویل چې افغان حکومت او ولس پاکستان ته د سولې لپاره لاس وړاندې کوي او ټینګار یې وکړ چې له غیر قانوني وسله دلو سره ملاتړ د لاسټوني مار څخه د ملاتړ په شان دی.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcftvdyew6dtva.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته