دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۴ دلو ۱۳۹۶ ساعت ۱۳:۲۰
د مطلب کود : 156968
ازبکستان د افغانستان د بلخ اوهرات ولایتونوکی ترمنځ رېل لارجوړوي
راپورنه وایی، د کابل او تاشکند ترمنځ د تجارتي او ترانزیتي موافقو پر اساس ازبیکستان د افغان سوداګرو د مالونو ترانزیتي محصول په ۱۰۰ کې ۵۰ کم کړی دی.
د افغان غږ(افغان غږ خبری آژانس) آژانس د خبر له مخی، د افغانستان د مالیې وزیر اکلیل حکیمي په دی اړه سرګندوی، مخکی ازبکستان له خپلې خاورې د افغانستان د مالونو له هر کانتینر څخه ۲۵۰۰ ډالره اخیستل، خو دا محصول اوس ۱۲۵۰ امریکایی ډالرو ته رالږ شوی دی. سرچنیو زیاتوی، چې په راتلونکې وخت کې زموږ هیواد د ازبیکستان له لارې له روسیې او نورو هیوادونو سره هم راکړه ورکړه وکړي. خو د یاد وړدی، یوه ورځ مخکی ‎ازبیکستان ویلی، چې د افغانستان د بلخ او هرات ښارونو ترمنځ رېللار جوړوي.
https://avapress.com/vdcaiin6a49nmo1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته