دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۰ دلو ۱۳۹۶ ساعت ۱۳:۰۵
د مطلب کود : 157299
د ۲۱۴ میلیون ډالرو په ارزښت د برېښنا بند جوړولو او ۳۰ میګاواټه لمریزې برېښنا د تولید دوه پروژې منظور شوې

دافغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهوررئیس محمد اشرف غني په مشرۍ ملي تدارکاتو کمېسیون غونډې پرون ماښام په ارګ کې دکجکي برېښنا دویم بند جوړولو او کندهار کې د ۳۰ میګاواټه لمریزې برېښنا تولیدي پروژې د عامه او خصوصي مشارکت پانګونې پر دوه قراردونو بحث وکړ او یاد قرارداونه یې تصویب کړل.

د هلمند د کجکي برېښنا بند د دویم فاز جوړولو قرارداد ۱۷۴،۹ میلیون ډالره ارزښت لري چې د جوړولو موده یې شل کاله پیشبیني شوې چې د ۱۵۱ میګاواټه برېښناتولید ظرفیت به ولري.

دغه راز په کندهار کې د لمریزې برېښناپروژې قرارداد د ۳۹ میلیون ډالره په ارزښت اټکل شوی چې د ۲۰ کلونو لپاره په نظر کې نیول شوې او د ۳۰ میګاواټه لمریزې برېښناد تولید ظرفیت به ولري.

په شرایطو برابرې کمپنۍ به یادې پروژې تطبیق کړي چې د افغانستان برېښنا شرکت یې ذیدخل بنسټ وو او د دې پروژو قراردادونه د (جوړولو، ملکیت، ګټه اخیستنه او انتقال) له ډلې څخه دي.

اقتصادعالي شورا دمخه د دې پروژو پر طرحو بحث  کړی او تصویب کړې یې دي چې د عامه او خصوصي مشارکت عمومي ریاست د نهایي منظورۍ لپاره ملي تدارکاتو کمېسیون ته وړاندې کړې.

د هېواد جمهوررئیس یادې پروژې د برېښناانرژۍ د داخلي تولیداتو د بستر ایجادولو او د خصوصي پانګونې له لارې د انرژۍ سکتور د پرځان بسیاینې په لور مهم ګام وباله.

هغه زیاته کړه، پر اوبو او انرژۍ سکتور زیاتې پانګونې  له ګاونډیو هېوادونو سره سیالي کولی شو چې دا د انرژۍ د بیو د ټیټوالي او ځان بسیاینې ته د رسېدو لپاره زمینه برابروي او افغانستان به د انرژۍ د انتقال په مرکز بدل شي.

د هېواد جمهوررئیس همداراز څرګنده کړه، د بند جوړولو او ۱۰۰ میګاواټه برېښنا تولید ترڅنګ، له یو میلیارد متر مکعب څخه زیاتې اوبه هم تولیدېږي چې تر یوه بریده د اوبو اړتیا پوره کوي.

د افغانستان برېښنا شرکت مسوولینو په دې اړه وویل، یاد شرکت به له موجوده تجهیزاتو استفاده وکړي او ترڅنګ به یې، انجنیران او متخصص کدرونه مسلکي او اړینې روزنې ترلاسه کړي.

غونډې په کندهار ولایت کې د ۳۰ میګاواټه لمریزې برېښنا د تولید پروژې د بحث پر مهال څرګنده کړه، د دې پروژې  اجرا کوونکي شرکتونه د کندهار هوایي ډګر احاطوي ځمکو څخه استفاده کولی شي.

غونډه کې پر ځینو تدارکاتي پروژو هم بحث وشو چې په پایله کې یې له ګردیز څخه د پکتیا ولایت تر زرمت پورې د سرک پخولو بیارغاونې قرارداد او د مالیې وزارت اړوند له ملحقاتو سره د ۲۰ پایو ارکنډېشنونو د نصب قرارداد منظور شو.

کمېسیون، د فواید عامې وزارت اړوند د ننګرهار ولایت له دوربابا څخه تر غني خېلو پورې د سرک جوړولو او بیا رغونې پروژه او ۲۴ زیانمنو ولایتونو ته د ۲۴ زره سیمي جالیو د اخیستو او انتقال قرارداد رد کړ او د کانونو او پطرولیم وزارت اړوند د ۲۰۱۰۰۰ تحکیماتي ګردم لرګیو د تمدید مودې قرارداد اعاده کړ.

ملي تدارکاتو کمېسیون غونډې د بامیان او دوشي د ۲۲۰ کیلو ولټه سب سټیشنونو د نصب، ډیزاین او منتاژ دوه متفرقه پروژو پر جوړېدو  او دغه راز له بامیان څخه تر دوشي پورې د ۲۲۰ کیلو ولټه برېښنا لین د ډیزاین، تهیه، نصب او منتاژ د تجهیزاتو تدارک پر پروژې بحث وکړ او هغه یې تصویب کړه.

جمهوررئیس غني وویل، د دغو پروژو د بیو په اړه دې له ګټونکي شرکت سره بحث وشي، که  یاده پروژه په ټاکلي وخت  یانې ۷۰۰ ورځو کې بشپړه نه شي اړوند شرکت باید د قانون پر بنسټ جریمه ورکړي.

د غونډې په دوام کې د مالي او بانکدارۍ په چارو کې د جمهوررئیس ستر سلاکار اجمل احمدي ته دنده وسپارل شوه چې له مالیې وزارت او د افغانستان برېښنا شرکت سره په همغږۍ دې له یاد شرکت سره بحث وکړي.

په دې غونډه کې د جمهوررئیس دویم مرستیال استاد محمد سرور دانش، د مالیې، اقتصاد او عدلیې وزیرانو، په زیربنایي او بانکدارۍ او مالي چارو کې د جمهوررئیس سلاکارانو، د ملي تدارکاتو کمېسیون مسوولینو، له اداري فساد سره د مبارزي پارلماني کاکس، د ملي شورا د اقتصاد کمېسیون، د ولسي جرګې د مالي او بودجې کمېسیون، د شفافیت څار بنسټ، افغانستان لپاره د امریکا متحدو ایالتو ځانګړی سرمفتش ( سیګار) او د غوڅ ملاتړ سیستیکا ملي او بین المللي څارونکو حضور درلود

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdci3yaz3t1awr2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته