دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۷ دلو ۱۳۹۶ ساعت ۱۶:۲۳
د مطلب کود : 157734
د افغانستان پراختیايي پروژو سره د هند ۱۰۰میلیون ډالري مرسته

اجرائيه رئیس د هند لخوا د مرستو او پراختیايي پروژو پلې کول د افغانانو د ژوند په ښه‎والي کې اغېزمن بولي

په کابل کې د هند سفیر، من‎پریت هورا له افغان چارواکو سره د ۱۰۰میلیون ډالره په ارزښت په بیلابیلو برخو کې د کوچنیو پروژو مرسته اعلان وکړ.

نوموړي نن( سې‎شنبې د سلواغې۱۷مه) د هوکړې پر مهال وویل چې هېواد به یې د روزنې، استنادي دېوالونو، روغتیا او نورو برخو کې دا مرستې وکړي.

د پروژو د هوکړې پر مهال اجزائیه رئیس، عبدالله عبدالله وویل چې د یادو پروژو په پلې کولو کې باید د افغانستان لخوا ځنډ ونشي.

د نوموړي په وینا هند په افغانستان کې د ولسواکی غوښتونکی دی.

ښاغلي عبدالله د یو شمېر هېوادونو د ورانکارو کړنو ته په اشارې وویل چې دا هېوادونه له ځانمرګي بریدونو، توغندیو توغولو او ورانکارو کړونو څخه نشي ترلاسه کولی.

د عبدالله په خبره هغه کسان چې له افغانستان سره د دوستۍ ادعا کوي باید هغه په عمل کې ثابته کړي او له هغو کړنو لیري شي چې د افغانستان د بې‎ثباتۍ لامل کېږي.

دا خبرې په داسې حال کې کېږي چې پاکستاني پوځيان له درې ورځو له‎ په دې‎خوا د کوند ولایت پر دانګام او سرکاڼو توغندوي توغوي.

سیمه‎ييز چارواکي تائيدوي چې یوازې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې پر دې ولسوالیو ۱۸۰ توغندي توغول شوي.

دوی وايي چې د دې بریدونو په پایله کې مرګ‎ژوبله هم اوښتې، خو کره شمېر یې نه دی څرګند.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcc1mqs02bqpm8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته