دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۸ دلو ۱۳۹۶ ساعت ۱۰:۴۹
د مطلب کود : 157777
امریکا: که پاکستان د ترهګرۍضد اقدام وکړي، موږ یې پر بندیزونو غور کوو

یو لوړ پوړی امریکايي چارواکی وايي، هر کله چې پاکستان پر خپله خاوره د ترهګرو ډلو پر ضد قاطع او پاخه اقدامات وکړل، د دې هېواد پر پوځي مرستو د لګېدلي بندیز پر لېرې کولو به غور وکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال جان سالیون د سې شنبې په ورځ د دې هېواد د سنا د بهرنیو اړیکو کمېټې ته وویل:

"موږ ښايي پر مرستو د لګېدلي بندیز په لېرې کولو غور وکړو، خو که چېرې د پاکستان له لورې داسې قاطع او پاخه اقدامات وګورو چې له توپیر پرته په دې هېواد کې د فعالو ترهګرو ډلو د هدف ګرځولو په شمول زموږ اندېښنې ځواب کړي."

د امریکا متحدو ایالاتو د جنورۍ په میاشت کې اعلان وکړ چې له پاکستان سره لږترلږه د نهه سوه میلونو ډالرو پوځي مرسته تر هغې ځنډوي، څو چې دې هېواد پر خپله خاوره د افغان طالبانو او حقانې شبکې پر ضد اقدامات نه وي کړي.

پاکستان پرله پسې دا تورنه رد کړي چې ګوندې د حقانې د شبکې په شمول یې یو شمېر هغو ترهګرو ډلو ته خوندي ځالې برابرې کړي چې په هند او افغانستان کې بریدونه کوي.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcjaaevauqeiaz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته