دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۴ دلو ۱۳۹۶ ساعت ۱۱:۳۷
د مطلب کود : 158123
رجب: د سالنګونو د لویې لارې تړل یو موقتي اقدام وي
د سالنګ د حفظ او مراقبت آمر وایي، د شپې پرمهال د دغې لویې لارې بندېدل یو موقتي اقدام دی او اوس مهال دا لاره د ترافیکو پر مخ پرانستې ده.

جنرال محمد رجب  ته وویل چې امکان لري تر پنجشنبې پورې د سالنګ لویه لار بیا هم وتړل شي:
"په هغو ورځو کې چې ګمان کېږي د شپې لخوا به د دې لویې لاري عابرینو ته ځاني او مالي خطرات وي یا د شپې تیاره، غبار، طوفان او یا واوره ‌ډېره شي، نو په ځینو حالاتو کې دا لویه لاره تړل کېږي، کله ناکله به داسې وي تل نه، ښایي راتلونکې یوه یا دوې شپې هم داسي وشي او دا وضعیت به تر پنجشنبې پورې دوام وکړي."
د سالنګونو د حفظ او مراقبت آمر زیاته کړه چې له اغیزمنو کسانو سره د مرستې لپاره پنځه ویشت مرکزونه شته چې خلک کولی شي د اړتیا پر مهال دغو مرکزونو ته ورشي.
جنرال رجب ددې لاري له مسافرینو غوښتي چې پر دې لاري د تګ راتګ پر مهال بشپړ چمتو والی ولري او د موټرو لپاره مجهز وسایل او خوراکي مواد له ځانه سره ولري.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcf0cdymw6dtya.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته