د کندهار امنیه قومندان جنرال عبدالرازق امریکاغږ اشنا رادیو ته وويل، چې تېره شپه وسله والو د نیش ولسوالۍ د نیولو لپاره له څلورو خواوو څخه د دغې ولسوالۍ په مرکز بریدونه وکړل چې دغې ډلې وسله والو ته د سر د زیات زیان له رسیدلو وروسته د هغوی بریدونه بیرته په شا وتمبول شول.
جنرال عبدالرازق وویل،چې د وسله والو د حملې پر وخت د ناټو په مشرۍ د قاطع ملاتړ ماموریت او افغان ځواکونو په هوايي بریدونو کې وسله وال سخت ځپل شوي دي.
جنرال عبدالرازقوویل " په هوايي بریدونو کې ۴۳ وسله وال وژل شوي او ۲۰ تنه نور ټپیان دي چې وسلې او موټر يې هم لمنځه تللي، اوس په سیمه کې امنیتي حالت د ډاډ وړ دی".
نېش ولسوالۍ د کندهار د شمال په ۱۵۰ کيلو میترۍ کې د زابل او ارزګان ولایتونو پولو ته نږدې پرته ده.
تېر کال هم پر دغې ولسوالۍ وسله والو طالبانو یو لړ بریدونه ترسره کړي وو، چې په پایله کې یې د ولسوالۍ مرکز د یوې اونۍ لپاره د وسله والو طالبانو لاس ته ورغلی وو.
د کندهار امنيتي مقامات مني چې د کندهار په شمال کې له ارزګان او هلمند ولایتونو سره په سرحد کې پرتې د دغه ولایت ولسوالۍ نا امنه دي، خو زیاته وي چې د وسله والو د ځپلو لپاره يې په دغو ولسوالیو کې د اړتیا پر وخت لازم اقدامات کړي دي.
خپله وسله والو طالبانو د کندهار د نېش ولسوالۍ د تيرې شپې د هوايي بریدونو په اړه کومه تبصره نده کړې
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)