دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۴ دلو ۱۳۹۶ ساعت ۲۳:۰۲
د مطلب کود : 158192
اسلامی او جمعیت ګوند مخامخ کیدنه؛ د تیروخت بیرته ګرځیدو خطر

 
 
احمدضیا مسعود او امرالله صالح؛ اسلامی جمعیت ګوند پوری منسوب سیاسی رهبرانو څخه، د ګلبدین حکمتیار ؛ اسلامی ګوند مشر آخرو خبرو په اړه چی انتحاری بریدونو ته استشهادی تعبیر ورکړی، غبرګون شکاره کړه.
احمدضیا مسعود ویلی دی: دا موضوع د تامل وړ دی چی ولی ځینی سیاسی ګوندونو مشران د وژلو کلتور او انسان قتل څخه خوند اخلی؟ ولی دا مشران یا رهبران نه غواړی چی شته مشکلات انسانی او مسالمت آمیزو لارو څخه حل کړی؟
هغه وویل چی غیری اخلاقی اعمال لکه، انسان وژنه، انتحاری او یا دین د سیاست په خدمت کې قرار ورکول، انسانی او مدنی حرکتونه نه دی.
امرالله صالح؛ ملی امنیت پخوانۍ مشر هم د حکمتیار خبرو په اړه غبرګون ښودلی او ویلی دی: ښاغلی حکمتیار یو ځل بیا انتحاری بریدونه او عام قتل حلال او مشروع بللی دی.
ملی امنیت پخوانۍ مشر، تصریح کړی دی چی ښاغلی حکمتیار یو ناکام سړي، افسرده او بدلی څخه ډک سړی دی. اوس په څو لارو کې قرار نیولی دی او نه پوهیږی چی څه وکړی.
دا په داسی حال کې دی چی مخکې له دی، اسلامی ګوند مشر هم مسموم ادبیاتو څخه په ګټه اخیستو سره، اسلامی جمعیت ګوند مشران تر برید لاندی راوړی او په غیری مستقیم توګه، هغوی حضور میزان په حکومت کې او هغوی سهم په قدرت کې تر پوښتنې لاندی راوړ.
حتی ځینی ناظران باور لری چی اسلامی ګوند مشر صریح بریدونه ملی وحدت حکومت باندی هم په حقیقت کې پخوانیو خبرو کې ریشه لری چی هغه جمعیت اسلامی سیاسی جریان او پخوانۍ نظار شورا څخه درد په زړه کې لری؛ بیله هغه، ښاغلی حکمتیار د اشرف غنی او د هغه ټیم سره نه باورنو او نه سیاسی او ایدئولوژیک تګلارو له لحاظه کوم مشکل نه لری. په همدی دلیل هغوی د سولې او ملګرتیا پیمان تړلی دی.
خو دا پیمان، د صاحب نظرانو په باور، هیڅ وخت ددی سبب نه دی شوی ترڅو حکمتیار څخه پخوانۍ کینه او بغض هیر شی او اساسی قانون تر سیوری لاندی، هغه ډول چی د کارپه شروع کې، هیله کیده د دوستی او سیاسی او قومی هم قبلونې په یو مبلغ باندی بدل شی.
له همدی لپاره، د ټولو پوهانو په باور، اوس تیرو وختونو ته بیرته ګرځیدو خطر نور هم جدی شوی دی؛ هغه تیر وختونه چی د ډیرو بدلونونو سربیره تراوسه دومره واټن ورڅخه نه لرو.
هغه وخت چی سیاسی مشران لکه ښاغلی حکمتیار اوس د ۷۰ لسیزی نظامی او سیاسی فضا کې ژوند کوی او هغه اخذ او نظر د سیاست او قدرت څخه، همغه څه دی چی ددی کلونو په لړکې د بحران او ورور وژنی او جنګ او تاوتریخوالی او وینه تویونې څخه وو، بیله شکه، تیرو ته بیرته ګرځیدو خطر، جدی دی او دا هغه څه دی چی نظام اوسنۍ دولتمردان او مدیران، مخکې د هر څه څخه ورته جدی نظر ولری.
له بل لوری، د یاده ونه باسو چی انتحاری بریدونو ته مشروعیت ورکول په هغمغه اندازی خطرناک دی چی ګټه اخیستنه ورڅخه د افغانستان خلګو او دولت په وړاندی بیګانه استخباراتو او اهدافو مخته وړلو په شان.
همدا مواضع او تګلاری ددی سبب شوی دی چی تروریزم تکفیری فکرونه په سادګۍ سره په زرهاوو ځوانانو ته ذهنی شست و شو ورکړی او انتحاری بریدونو کولو او جنت وعده په ورکولو سره، هغوی بیګناه خلګو وژلو ته وهڅوی او نور هم بد دا چی د اسلام څخه بده څېره نړۍ ته وښیی.
د صاحب نظرانو په باور، دا ټوله مسایل، افغانستان بیرته ګرځیدو خطر و تیرو وختونو ته پیاوړۍ کوی؛ ځکه هغه کسان چی سوله ایز او مدنی او مشروع لارو څخه ځان قدرت ته ونه سی رسولای، د دین اصلو څخه یعنی شهادت او جهاد څخه بی رحمانه وسیله ایز ګته اخیستو سره، خپل سیاسی نامشروع مقاصدو لپاره، خپل وحشی کړنې توجیه کړی.
https://avapress.com/vdcb9wb85rhbs8p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته