دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۹ دلو ۱۳۹۶ ساعت ۱۱:۰۵
د مطلب کود : 158443
د ملي امنیت شورا په بدخشان کې د چین د پوځي حضور په اړه راپورونه رد کړل
د ملي امنیت شورا په خبر پاڼه کې چې پرون شنبه خپره شوه، ویل شوي چې په وروستیو کې ځینۍ رسنۍ "ناسم" رپوټونه خپروي چې وايي، د چین حکومت په بدخشان کې د پوځي اډې د جوړولو هڅې کوي.

د افغانستان د ملي امنیت شورا په بدخشان کې د چین د پوځي حضور په اړه خپاره شوي رپوټونه رد کړل.
د ملي امنیت شورا په خبر پاڼه کې چې پرون شنبه خپره شوه، ویل شوي چې په وروستیو کې ځینۍ رسنۍ "ناسم" رپوټونه خپروي چې وايي، د چین حکومت په بدخشان کې د پوځي اډې د جوړولو هڅې کوي.

په اعلامیه کې په صراحت دا خبره رد شوې ده.
د خبرپاڼې په حواله، بهرني هېوادونه د ملي شورا او د جمهور رئيس له تأیید او تصویب پرته، په افغانستان کې داسې کار نه‎شي کولای.
د بدخشان د والي مرستیال ګل محمد بیدار په هغه ولایت کې د چین د پوځي اډې د جوړېدو د رپوټونو په اړه تېره اوونۍ له ازادي راډیو سره په مرکه کې ویلي وو:
"هغوی پر ګډو ګزمو تاکيد کوي، خو موږ هغوی منع کړي دي، ځکه موږ په دې برخه کې امنیتي قرارداد نه ورسره لرو او «له موافقې پرته» داسې کار پر خپله خاوره څرګند تېری ګڼو."
ښاغلي بېدار وویل چې د هر ډول پوځي همکارۍ پرېکړه په کابل پورې تړلې ګڼي.
ګل محمد بېدار وویل:"چین له موږ سره مرستې ته متعهد دی، خو موږ ورته ویلي چې هر ډول مرسته یا قرارداد چې له افغانستان سره کېږي، باید د مرکزي حکومت له لارې وشي. ځکه موږ د مرکزي حکومت تابع یو او هغوی هم، که لوا جوړوي یا کنډک جوړوي باید له مرکزي حکومت او د امنیت له شورا سره قرارداد ولري او بیا چې کابل موږ ته لارښوونه وکړي، موږ په خدمت کې یو."
چین او افغانستان تقریباً ۷۶ کیلومتره ګډ سرحد لري.
بدخشان د چین له سین‌کیانګ ولایت سره په اړخ کې پروت دی.
د دواړو ترمنځ د دواخجیر لار د پامیر د غرونو په منځ کې پرته او صعب‎العبور ګڼل کېږي.
د چین حکومت په خپله خاوره کې د ختیځ ترکستان اسلامي تحریک د وسله‎والې ډلې د فعالیت له امله چې اکثر غړي یې د چین اویغور مسلمانان دي، اندېښنه لري.
د بدخشان دوه ولسوالۍ، وردوج او یمګان له دوو کلونو راهیسې د وسله‎والو طالبانو په لاس کې دي.
د بدخشان د والي مرستیال ګل محمد بېدار تېره اوونۍ تأیید کړه چې یو شمېر اويغور وسله‎وال په وردوج، یمګان او د جرم ولسوالۍ په ځينې برخو کې فعالیت لري.
هغه وویل چې د ختیځ ترکستان اسلامي تحریک تر ۵۰ زیات غړي، د بدخشان له لارې د چین سین‌کیانګ ولایت ته د رسېدو هڅې کوي، خو امنیتي ځواکونه يې مخنیوی کوي.
په افغانستان کې د امریکا په مشرۍ ائتلاف د فبرورۍ په اتمه وویل چې په بدخشان کې د وسله‎والو طالبانو او د ختیځ ترکستان د اسلامي تحریک د وسله‎والو مرکز يې بمبارد کړی دی.
د ائتلافي قواوو په خبرپاڼه کې ویل شوي وو چې د ختیځ ترکستان وسله‎وال د چین حکومت ته جدي ګواښ بلل کېږي او په بدخشان کې يې وسله‎وال طالبان ملاتړ کوي.
امریکا او چین د ختیځ ترکستان اسلامي تحریک، ترورېستي ډله ګڼلې ده.
د امریکا او ناټو د ګډو ځواکونو قوماندان، جنرال جان نېکلسن
په افغانستان کې د امریکا او ناټو د ګډو ځواکونو قوماندان، جنرال جان نېکلسن ویلي چې هېڅ ترورېستي ډله په افغانستان کې امن ځای نه‎شي پېدا کولای.
د رویټرز په حواله، د چین حکومت تېر کال پرېکړه وکړه چې افغانستان هم د چین او پاکستان د امنیتي لارې په پلان کې شامل کړي.
د افغانستان د ملي امنیت شورا پرون وویل چې چین د سیمې د نورو هېوادونو په څېر د ترورېزم قرباني او حکومت يې د ترورېزم پر ضد په مبارزه کې د افغانستان د دولت ملګری دی.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcayan6e49nmy1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته