دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۹ دلو ۱۳۹۶ ساعت ۱۶:۱۸
د مطلب کود : 158475
کرنې وزیر په اماراتو کې د کرنیزو توکو په نړیوال نندارتو کې د افغانستان دغرفو پرانیسته وکړه
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر نصیر احمد دراني متحده عربي اماراتو ته په خپل سفر کې، په دبي کې د کرنیزو محصولاتو په نړیوال نندارتون کې د افغانستان غرفې پرانیستل.

په دې موخه په جوړه شوې مراسمو کې د کرنې وزیر وویل: «خوښ یم، چې په نړیواله کچه د خوراکي توکو د سوداګری د نړیوال ستر نندارتون په پرانیسته کې د افغانستان د تولیداتو غرفه هم شتون لري او د افغانستان محصولات نندارې ته وړاندې کوي.»
هغه وویل، چې په دې نندارتون کې له ۲۵ څخه زیات افغان سوداګر په بېلابېلو تولیداتو لکه میوه، مغزباب، زعفران او د افغانستان نور کرنیز توکې له ځان سره لري شتون لري.
ښاغلي دراني په یاده برنامه کې وویل: «افغانستان ډېر کرنیز توکي لري، چې نړیوالو ته یې وړاندې کړي، یو وخت مونږ د اسیا د بڼ په نوم پېژندل کېدو. اوس یوځل بیا هلې ځلې کوو، چې دغه میراث بیا تر لاسه کړو.»
په دې نړیوال نندارتون کې ۱۲۰ هېوادونه کډون لري او د لومړي ځل لپاره له افغانستان څخه ۲۵ شرکتونه چې د ننه په هېواد کې د زعفرانو د تولید او پروسس، وچې مېوې، غوړي او نور کرنیزو توکو په برخو کې فعالیت لري د بازار موندنې په موخه خپل توکې نندارې ته ایښي دي.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcfecdytw6dtja.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته