دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۹ دلو ۱۳۹۶ ساعت ۱۹:۳۳
د مطلب کود : 158497
د پولیسو څلورکلن امنیتي پلان، د مرستندویو هېوادونو د باور وړ ګرزیدلی- برمک
کورنیو چارو وزیر ویلي، چې د پولیسو د ودې او پراختیا لپاره د دې وزارت امنیتي پلان، د مرستندویو هېوادونو د باور او تائید وړ ګرزیدلی او مرستو ته یې چمتوالی ښودلی دی.
 د ملي وحدت حکومت اجرائيه رييس عبدالله عبدالله وايي، چې افغان پولیس په ډېرو حساسو شرایطو کې له سخت دریځو سره د مبارزې دنده تر سره کوي؛ د ټاکنو په امنیت او نورو ملي بهیرونو کې باید بې پرې چلند وکړي او په سیاست کې ښکېل نشي.
کورنیو چارو وزارت د پولیسو د ودې، پراختیا او اصلاحاتو څلور کلن پلان په کابل کې د یو شمېر مرستندویو هېوادونو استازیو او سفیرانو ته وړاندې کړ.
د کورنیو چارو وزارت وايي، چې پولیس له یوې خوا د قانون د پلي کولو دنده لري او له بلې خوا له وسلوالو مخالفینو سره په سخته جګړه بوخت دي.
د کورنیو چارو وزیر ویس احمد برمک په ډاګه کړې، چې د دغه څلور کلن پلان له پلي کیدو سره به ډېرې امنیتي ستونزې حل شي.
د نوموړي په وینا؛ په دې امنیتي پلان کې د خلکو غوښتنې هم په پام کې نیول شوي؛ د پولیسو پر رهبرۍ، ریفورم او اصلاحاتو ټینګار شوی او د هېواد امنیت خوندي کول یې په لومړیتوبونو کې راغلي دي.
د ښاغلي برمک د څرګندونو له مخې؛ پولیس تر هر څه وړاندې د خلکو همکارۍ ته اړتیا لري، چې وکولی شي، د قانون د پلي کولو لپاره شرایط برابر کړي.
د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې سفیر پیري ماویدن ویلي، چې مونږ د کورنیو چارو وزارت له تازه ستراتیژۍ ملاتړ کوو. د افغان پولیسو اصلاح به ډېرې نورې ستونزې هم حل کړي او وبه کولی شي، چې را روانو ټاکنو ته امنیت ټینګ او خوندي کړي.
د افغانستان لپاره د کانادا سفیر فرانسوا ریبت ځان له افغان پولیسو سره همکاریو ته ژمن بولي او وایي؛ ځکه، چې مونږ هم د خپلو ژمنو له مخې په افغان پولیسو کې د اصلاحاتو غوښتونکي یو او ستونزې یې باید حل شي.
په پلازمېنه کابل کې د تلاشۍ د پوستو زیاتول د ښار د امنیت ټینګولو د نوي امنیتي پلان یوه برخه بلل کیږي؛ خو کابل ښاریان وايي، چې په کابل ښار کې د تلاشۍ شاوخوا سل پوستې جوړې شوي او په ښار کې یې د تګ راتګ ستونزې رامنځته کړې دي.
https://avapress.com/vdcjhoevauqeixz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته