دخپریدو نیټه :دوشنبه ۳۰ دلو ۱۳۹۶ ساعت ۱۷:۴۳
د مطلب کود : 158571
د جمعې په ورځ هرات کې په عملي ډول د ټاپي پروژې کارپیلیږي
د هرات ولایتي چارواکي وايي، د راروانې جمعې په ورځ به په دغه ولایت کې د ترکمنستان څخه د افغانستان له لارې جنوبي اسیا هیوادونو ته د ټاپي ګاز نللیکې د پروژې کار عملآ پیل شي.

ټاکل شوې، په هرات کې د دې سترې پروژې د پرانیستلو په مراسمو کې دافغانستان او ترکمنستان جمهورر رئیسان او لوړپوړې چارواکي هم ګډون وکړي.
د دې پروژې د کار د پرانیستلو د مراسمو لپاره د ترتیباتو په لړ کېد افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست صلاح الدین رباني هرات ته تللی او تیره ورځ یې د دغې پروژې په تړاو د یوې امنیتي غونډې مشري هم کړې ده.
د صلاح الدین رباني سره په دې غونډه کې د هرات د والي سربیره، د افغانستان د کورنیو چارو د وزارت ستر امنیتي مرستیال، د لوی درستیز مرستیال، د ملي امنیت د شورا د سلاکار مرستیال او د ملي امنیت د ریاست مرستیال هم برخه لرله.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې له مخې د غونډې برخه والو د جمعې د ور ځې د ټاپي د پروژې د کار د پیل د غونډې لپاره پر روان چمتوالي ډاډ څرګند کړی دی.
د هرات والي محمد اصف رحیمي دې غونډې ته ویلي، چې د دغه ولایت د پوځي شورا د پریکړې له مخې به په هرات کې میشت امنیتي ځواکونه د غونډې امنیت وساتي او د ښار په لارو کوڅو کې به امنیتي سرتیري ځای پرځای شي.
ښاغلي ر حیمي ویلي، چې سر له اوس څخه د هرات په ښار کې د وسلو ګرځول منع شوي دي.
د ټاپي د ګازو د نلیلکې د پروژې کار چارې د ترکمنستان د ګازو او پټرولیم د یو کنسرسیوم له خوا د یوې چینایي شرکت په واسطه پرمخ وړل کیږي.
د دغې پروژې په اوږدو کې به د اور ګاډي پټلۍ او د نوري فیبر مزي هم وغځول شي.
افغانستان تمه لري، چې د دغې۱۸۱۴ کیلومترو اوږدې نللیکې، چې ۸۱۶ کیلو متره یې د افغانستان په دننه کې تیریږي، د بشپړیدو وروسته به هرکال شاوخوا پنځه سوه میلیونه عاید د ټکس په توګه ترلاسه کړي.
ټاکل شوې، د دې پروژې کار به د ۲۰۲۰ تر وروستیو بشپړ شي.
https://avapress.com/vdccm4qss2bqpp8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته