د ښار او کور جوړونې وزارت وایي، دغه هوکړه لیک نن د ښار او کور جوړونې وزیر سید سعادت منصور نادري، د مالیې وزیر اکلیل حکیمي، او د افغانستان لوی څارنوال فرید حمیدي له خوا لاسلیک شو.
په یوه خبرپاڼه کې راغلي دي، چې د لاله استوګنې مجتمع اړوند د اپارتمانونو د کار چارې له اوږدې مودې راهیسې په ټپه درېدلی و.
خبرپاڼه زیاتوي، چې د نوې هوکړې پر اساس به د ۶ استوګنې بلاکونو د جوړولو چارې بشپړې شي او دغه پروزه د افغانستان د مالیې وزارت له خوا تمویل کیږي.
د ښار او کور جوړونې وزارت په وینا، ټاکل شوې چې په دغو بلاکونو کې ۳۳۶ اپارتمانونه جوړې شي او د دغو اپارتمانونو د جوړولو چارې د یو کال په موده کې بشپړې شي.
په خبرپاڼه کې راغلي دي، چې د دغو اپارتمانونو یوه برخه مشرتیانو ته و وېشل شي او له ډلې څخه ۲۴۲ اپارتمانونه بهد ولسمشر محمد اشرف غني د حکم په اساس د عدلي او قضایي کارکوونکي ته په اقساطو ورکړل شي.