ولسمشر، چې په هرات کې د نارسمي ښاري ساحو د ملکیت سندونو د وېش مراسمو ته خبرې کولې، وویل؛ د خبیثه کړۍ کار، چې د ځمکو په غصب او وېش لاس پورې کوي، د منلو نه دی.
افغان ولسمشر اشرف غني د ملکیتونو پر خوندیتوب ټینګار کوي وایي، چې ټول افغانان باید خوندي ملکیتونه ولري؛ بې پلانه سیمې نور زمونږ په سیندګي( قاموس) کې ځای نلري.
افغان ولسمشر د ترهګرو بریدونو ته په غبرګون کې وویل، افغانان اقتصادي پراختیا غواړي او د وسلوالو ځپلو ته کلکه اراده لري.
هغه زیاته کړې، چې له اوسني کړکېچه د افغانستان ژغورنې هڅې روانې دي او بېخبنایي پروژې په ځانګړي توګه تاپي به افغانانو ته ګټورې پریوځي.
د هرات والي آصف رحیمي وایي، د ملکیتونو د سندونو وېش د ځمکو د غصب مخه نیسي او د نارسمي جایدادونو ارزښت هم ډېروي.
افغان حکومت وایي، د ۲۰۲۰ کال تر پایه به د ۸ ښارونو په نارسمي ساحو کې یو میلیون کورونو ته د ملکیت سندونه ووېشل شي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)