دخپریدو نیټه :دوشنبه ۶ حمل ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۱۷
د مطلب کود : 160607
د افغانستان په اړه په تاشکند کې نړیواله غونډه نن دوشنبه ترسره کېږي
په دې غونډه کې افغان ولسمشر محمد اشرف غني او د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني ګډون کوي.
د افغانستان په اړه په تاشکند کې نړیواله غونډه د سولې په پروسې او سیمه‎ییزو او امنیتي همکاریو متمرکزه ده.
په دې غونډه کې افغان ولسمشر محمد اشرف غني او د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني ګډون کوي.
د ازبکستان د ولسمشر ویاند کامل علم جانوف په خپله ټویټرپاڼه لیکلي چې ولسمشر شوکت میرضیایف به له خپل افغان سیال اشرف غني سره کنفرانس ته وینا وکړي.
ښاغلي علم جانوف په افغان ولسمشر سربېره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د سیاسي چارو مرستیال توماس شانون، د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست مشره فدریکا موګریني، د روسیې، ترکیې او پاکستان د بهرنیو چارو وزیران د دې کنفرانس مهم ګډونوال یاد کړي دي.
 
https://avapress.com/vdcfxxdyew6dvva.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته