دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۹ حمل ۱۳۹۷ ساعت ۱۵:۵۷
د مطلب کود : 160869
د وینې له فشار سره د کباب خوړلو رابطه
د یوې نوې څیړنې موندنې ښیي چې د غوایي، چرگ او ماهي غوښې کباب د وینې د لوړ فشار سبب کیږي.
ددې څیړنې یو ډاکتر گنگ لیو، وایي "هغه خلک چې په معموله توگه سره غوښه، چرگ او ماهي خوري" او هغه په اغور باندې وریتوي، د وینې د فشار له خطر سره مخامخ کیږي.
ددې څیړونکي په اند په لوړ حرارت باندې د سرې غوښې، چرگ او ماهي له پخولو او کباب کولو څخه ډډه کول کیدای شي د وینې په لوړ فشار باندې له اخته کیدو مخنیوی وشي.
ډاکتر لیو همداشان وایي چې د پلټنو له مخې چې دمخه هم شوې دي د سرې خوښې خوراک په ځانگړې توگه د پروسس شوې سرې غوښې خوړل د وینې د لوړ فشار جدي خطرونه رامنځ ته کوي.
دمخه تردې د چرگ او ماهي خوړل او د وینې د لوړ فشار سره د هغې رابطه د وړاند وینې وړ نه وه.
ډاکتر لیو یو کنفرانس ته په خپله وینا کې وویل "هغه کیماوي مواد چې په لوړ حرارت د غوښې د پخولو څخه تولیدیږي د استرس اوکسیداتیف گاو د انسولین په وړاندې د مقاومت او پړسوب سبب کیږي چې دغه تاثیرات هم کیدای شي د وینې د لوړ فشار سبب شي.
ددې څیړنې څیړونکو همداشان ویلي دي چې د هغوی موندنې ښیي چې په لوړ حرارت د سرې غوښې، چرگ او ماهي پخول په وینه کې التهابي عکس العملونه رامنځ ته کوي چې دا په خپل وار د مزمنو ناروغیو د زیاتیدو سبب کیږي.
 
https://avapress.com/vdcfvxdy1w6dvca.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته