دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۶ حمل ۱۳۹۷ ساعت ۱۵:۳۴
د مطلب کود : 161266
د مچلغو بند چارې نږدې راتلوتکي کې پيلیږي
ټاکل شوې ده چې د پکتیا د مچلغو بند عملي کار په نږدې راتلونکي کې بیا پيل شي.
د مچلغو بند چارې د ولسمشر کرزي په دوره کې دوه ځلې پیل شوې؛ خو وروسته بیا په نیمایي کې پاتې شوې.
اوس یې قرارداد روسي شرکت ته ورکړل شوی، چې متخصیصین یې د بند ساحې لېدنې ته راغلي وايي له ډیزاین بشپړیدو وروسته به پرې عملي کار پیل کړي.
ددې بند قرارداد شاوخوا اوو کاله وړاندې د ګلف په نوم یو افغاني او بهرني ګډ شرکت ته ورکړل شوی و، چې د بند چارې یې په نیمایي کې پرېښودې او د سیمې د خلکو د کاریګرو پیسې یې هم له ځان سره یوړې.
اوس یې په ۲۲ میلیونه امریکایي ډالرو باندې قرارداد روسي شرکت ته ورکړل شوی.
دغه بند شاوخوا اتلس زره هکتاره ځمکه خړوبوي، چې چارې به یې د چارواکو په وینا د دریو کلونو په اوږدو کې بشپړې شي.
د پکتیا والي شمیم خان کټوازی ویلي دا ځل یې د بند د جوړیدو لپاره پوره چمتوالی نیولی او د سیمې خلکو له وسله والو مخالفینو سره خبرې کړې او د همکارۍ ژمنه یې کړې.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdch-znz-23n-id.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته