ښاغلي عبدالله نن په کابل کې د ترکیې له لوموړی وزیر بن علي یلدرم سره په یوه خبرې کنفرانس کې د وینا پر مهال وویل، چې په دې اړه له ښاغلي یلدرم سره خبرې شوي.
نوموړی زیاته کړه، د ترکیې لومړی وزیر به له ولسمشر محمد اشرف غني سره په دې اړه خبرې وکړي.
جنرال دوستم له څو میاشتې راهیسې په ترکیه کې دی او په پام کې وه چې نوموړی څو میاشتې مخکې بېرته کابل ته ستون شي تر څو د نوې جوړه شوې ائتلاف د رسمي اعلان په مراسمو کې ګډون وکړي.
د دغې تلوالې بنسټګر د جنرال عبدالرشید دوستم په مشرۍ د ملي جنبش ګوند، د محمد محقق په مشرۍ د خلکو اسلامي وحدت او د صلاح الدین رباني په مشرۍ د اسلامي جمعیت ګوندونه دي.
دا په داسې حال کې ده چې د جوزجان پخواني والي احمد ایشچي ادعا کوي چې څو میاشتې مخکې د جنرال دوستم د ساتونکو له لوري نیول شوی و او تر وهلو ډبولو وروسته د جنسي شکنجې ښکار شوی دی.
خو د ولسمشر لومړی مرستیال جنرال دوستم دفتر یې د ښاغلي ایشچي دغه ادعاوې بېبنسټه بولي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)