د ننګرهار ولايت مقام په یوه بیان کې لیکلي، چې د جلال اباد ښار پنځمې ناحيې اړوند عبدالحق مېنه کې تېره شپه شاوخوا دوه بجې د نور محمد په نوم يو تن، چې اصلي د شيرزادو ولسوالۍ اوسيدونکی دی د کورني تاوتريخوالي له امله خپله مېرمن، ميرنۍ مور او پلار شهيدان کړي دي.
خبرپاڼه زیاتوي، چې نور محمد پولیسو له لوري نيول شوی او اعتراف يې کړی، چې خپله مېرمن، ميرنۍ مور او پلار يې د تومانچې په ډزو سره شهيدان کړي دي.
د ولایت مقام په وینا، د قضیې په اړه د نورو معلوماتو ترلاسه کولو په موخه له قاتل څخه پوښتنې او د پېښې ځای کې پلټنې پیل شوي دي.
د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل پر ياده پېښه ژوره خواشيني ښودلې، شهیدانو ته يې د فردوس جنت او کورنۍ غړو ته يې د تسليت مراتب وړاندې کړي.
نوموړي امنيتي ادارو ته لارښوونه کړې، چې پېښه په دقيق ډول وڅيړي او قاتل د قانوني اجراتو په موخه عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپاري.