د ننګرهار ولایت پولیس وايي، چې نیول شوي کس په خپلو لومړنیو څېړنو کې ویلي دي چې دا کار یې د شخصي دښمنیو له کبله کړی دی.
د افغان غږ(افغان غږ خبري آژانس) آژانس د خبر له مخی، د ننګرهار ولایت چارواکي نن ورځ ویلی، چې یوه سړي د خپل تره کورنۍ شپږغړي وژلي وه، نیول شوی دی.
د ننګرهار ولایت رسنیو دفتر خبرپاڼه کې ویلی، چې دې سړي تېره شپه(د وري۱۹مه) د جلال آباد ښار پنځمې ناحیې په عبدالحق سیمه کې د خپلې کورنۍ پر دې درېیو غړو ډزې کړې دي، تورن د امنیتی پولیسو لخوا نیول شوی دی.
د خبرپاڼې له مخې، نیول شوي کس پر خپل جرم اعتراف کړی او زیاته کړې یې ده چې د خپلې کورنۍ غړي یې پر تومانچه وژلي دي.
د یاد وړردی، چې قربانیان له ۲۰ تر ۳۵ کلونو عمرونه لري.