دخپریدو نیټه :شنبه ۲۵ حمل ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۵۷
د مطلب کود : 161782
سیگار: د افغان ځواکونو تیل
د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د مرستو ځانګړي سرمفتش یا سیگار د جمعې په ورځ رپوټ ورکړ چې د افغانستان د پوځ د "تیلو غلا" یو "گټور" کاروبار شوی دی.
د سیگار په رپوټ کې لیکل شوي چې لږ تر لږه د ١٥۴،۴ میلیون ډالرو په ارزښت تیل د امریکا د متحده ایالاتو او افغان امنیتي ځواکونو نه غلا شوي دي.

د افغانستان د حکومت مقاماتو تر اوسه په رسمي توگه د سیگار د رپوټ په اړه څه ندي ویلي.

پدې رپوټ کې همداشان راغلي دي چې د تیلو له دې غلا کیدای شي په افغانستان کې د یاغي او ترهگرو ډلو د مالي منابعو لپاره کار اخیستل شوی وي.

د سیگار موندنې ښیي چې د امریکا د دفاع وزارت د ۲۰۰۸ میلادي نه تر ۲۰۱۶ پورې شاوخوا ۱۰،۶ میلیون لیتره تیل د افغانستان د پوځي عملیاتو لپاره برابر کړي دي چې مجموعي ارزښت یې څه دپاسه ۱۳ میلیارد ډالر کیږي.

پنتاگون اټکل کوي چې د افغان امنیتي ځواکونه په کال کې شاوخوا ۴،۹ میلیون لیتر تیلو ته اړتیا لري.

په رپوټ کې راغلي دي چې د افغانستان د امنیت د انتقال گډه قومانداني چې د امریکا د دفاع وزارت پورې مربوطه ده د تیلو د ویشلو لپاره په تازه انتخابونو باندې فکر کوي.

د سیگار په وینا دغه اقدامات ښایي د تیلو د غلا اړوند ستونزې حل کړي، خو اوسمهال د څارنې سیستم نشته چې د تیلو د ذخیرو ټانکونو ته د تیل ورکړه او امنیتي قواو ته د هغه انتقال وڅاري.

له دې سربیره سیگار ویلي چې د افغانستان د امنیت د انتقال گډه قومانداني د هغه تکنالوژۍ نه گټه نه اخلي چې کولای شي دغه پروسه وڅاري.

د امریکا د متحده ایالاتو کانگرس په ٢٠٠٨ کال کې د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د مرستو د سرمفتش اداره یا سیگار رامنځ ته کړ چې اساسي هدف یې په افغانستان کې د امریکا د بیارغونې د پروژو مستقله څارنه ده.
https://avapress.com/vdcaa6n6u49ni01.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته