دخپریدو نیټه :شنبه ۱ ثور ۱۳۹۷ ساعت ۱۵:۰۳
د مطلب کود : 162219
ملی امنیت سلاکار حنیف اتمر خپل سفر کې د چینی چارواکو سره د آموسیند او عینک مس کان په اړه خبری کړي
د افغانستان ملی امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر چین ته خپل سفر کې د نورو موضوعاتو ترڅنګ عینک مس کان او همدارنګه آمو سیند په اړه د چینی چارواکو سره خبری کړي دی.

د ملي امنیت شورا له دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي، چې ښاغلي اتمر د چین له بهرنیو چارو وزیر سره د کتنې پر مهال په افغانستان کې د چین لخوا د لویو پروژو په ځانګړي توګه د عینکو د مسو او آمو سیند د نفتو پروژو د تطبیق په برخه کې د موجوده ستونزو يادونه وكړه.
هغه زياته کړه، چې د ستونزو د حل په موخه دې د واړو هېوادونو د حکومتونو ترمنځ خبرې اترې وشي او په دې برخه كى يې د چین حکومت ته بلنه ورکړه، ترڅو یو تخنیکي ټیم افغانستان ته ولیږي، چې له اړوندو ادارو سره د ستونزو پر هواري ګډ کار وکړي.
د ملي امنیت شورا د دفتر له مخې، په دې ناسته کې دواړو لورو د افغانستان، چین او پاکستان ترمنځ د درې اړخیزو ناستو په دوام هم خبرې وکړې، په ناسته کې هوکړه وشوه، چې د درې واړو هېوادونو د بهرنیو چارو د وزیرانو راتلونكى غونډه به په کې افغانستان کې دایریږي. همدارنګه د بهرنیو چارو د معينانو په كچه هم د درې اړخیزې ناستې پر جوړیدا پریکړه وشوه.
د چین د بهرنیو چارو وزیر ښاغلي وانګ یي وویل، چې د چین سیاسي رهبري افغانستان ته د یوه مهم ګاونډي هېواد په سترګه ګوري او په افغانستان کې د سولې او ثبات له بهیر څخه ملاتړ کوي.
ښاغلي وانګ يي زیاته کړه، چې له ترهګرۍ سره د مبارزې او د ترهګریزو ګروپونو د له منځه وړلو په برخه کې به خپلې مرستې د پخوا په پرتله نوره هم زیاتې کړي.
 
https://avapress.com/vdcgqx9qyak93x4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته