دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲ ثور ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۴۶
د مطلب کود : 162263
افغان ځواکونو په ننګرهار کې د داعش ۲۷ غړي وژلي
د ننګرهار ولایت په مربوطاتو کې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د عملیاتو په ترڅ کې د اسلامي دولت نومې ډلې یا د داعش ۲۷ غړي وژل شوي.
ه ختېځ کې د ۲۰۱ سیلاب قول اردو چارواکي وایي، دغه سله والو د ننګرهار ولایت په بېلا بېلو ولسوالیو کې د افغان پوځیانو د تهاجمي عملیاتو په ترڅ کې وژل شوي دي.
چارواکي زیاتوي، چې د داعشیانو پر وړاندې تازه عملیات د ننګرهار ولایت د هسکې مینې، رودات، او بټي کوټ ولسوالیو په مربوطاتو کې ترسره شوي دي.
د سیلاب قول اردو چارواکو په وینا، د عملیاتو په ترڅ کې د افغانستان د هوایي قول اردو ځواکونو هم ګډون کړي وه.
دا په داسې حال کې ده چې د اسلامي دولت نومې ډلې او نورو وسله والو او ترهګرو ډلو پر وړاندې ځمکني او هوایي بریدونه په ننګرهار ولایت او د هېواد په نورو سیمو کې دوام لري.
د امریکا متحده ایالتونو پوځ د مرکزي قومانداني له خوا په خپره شوې نوې راپور کې راغلي دي، چې یواځې امریکایي ځواکونو په مارچ میاشت کې د طالبانو، داعشیانو او نورو ترهګرو په وړاندې له ۳۳۹ رهبري شویو بمونو کار اخیستي دي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcfv0dymw6dv0a.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته