دخپریدو نیټه :دوشنبه ۳ ثور ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۳۹
د مطلب کود : 162325
ننګرهار کې له پاکستانه د وسلو قاچاق کوونکی نیول شوی
د ننګرهار ولایت د دور بابا ولسوالی په مربوطاتو کې له پاکستانه د وسلو یوه قاچاق کوونکی د امنیتي ځواکونو له خوا نیول شوی دی.

په ختيځ کې د سرحدي ځواکونو مسولين وايي په دور بابا ولسوالۍ کې يې هغه کس نيولی چې غوښتل يې يو اندازه وسلې له پاکستانه ننګرهار ته انتقال کړي.
په ختيځ زون کې د سرحدي ځواکونو لومړۍ نمبر لوا مسؤلينو د غويي په ۲مه يادې وسلې او نيول شوی تن رسنيو ته هم وروښودل.
د دې لوا قوماندان بريد جنرال محمد ايوب حسين خېل خبريالانو ته وويل چې د سرحدي ځواکونو د لومړۍ لوا د شپږم کنډک منسوبينو په دوربابا ولسوالۍ کې په يو سراچه موټر کې ځای پر ځای شوې وسلې نيولي دي.
هغه زياته کړه، په دغو وسلو کې پنځه ميله روسي کلاشنکونه او پنځه تفنګچې شاملې دي، چې په ډير مهارت سره يې په يو سراچه موټر کې ځای پرځای کړي و.
حسين خېل وويل، د يادو وسلو په تړاو يو تن هم نيول شوی، چې اوسمهال تر پوښتنو ګرويګنو لاندې دی.
له بلې خوا په ختيځ کې د لومړۍ نمبر سرحدي لوا قوماندان ډاډ ورکړ چې د اضافي پوستو په اچولو او پرسونل په زياتولو يې په ټولو سرحدي سيمو کې د وسله والو د تګ راتګ او قاچاق مخنيوی کړی دی.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdceww8znjh8pxi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته