د ننګرهار ولایت د رسنیو دفتر د څرګندونو له مخې؛ خالد نومی، چې د مولوي نورعالم تر مشرۍ لاندې يې په شېرزاد ولسوالۍ کې تخريبي هڅې تر سره کولې د يادې ولسوالۍ په ټوټو سيمه کې نيول شوی.
همدا راز نقيب الله نومی یو بل وسلوال طالب، چې په اصل کې د پکتيا ولايت اوسيدونکی دی او اوس په بټيکوټ ولسوالۍ کې ژوند کوي؛ د نازيانو ولسوالۍ په اړوږند سیمه کې ونيول شو.
نوموړي اعتراف کړی، چې د نصرت کوچي له لوري د وسلوالو طالبانو په ليکه کې جذب شوی و او اوس، چې پاکستان ته د ترايننګ او زدکړو په موخه روان و؛ ونیول شو.
وسلوالو طالبانو تر دې دمه د پېښې په اړه څه نه دي ویلي.
د هېواد په ختیځ کې ننګرهار ولایت یو له ناامنه ولایتونو څخه دی، چې داعش او طالبان یې په لیرې پرتو سیمو کې پراخې هڅې تر سره کوي.