دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۹ ثور ۱۳۹۷ ساعت ۱۲:۵۰
د مطلب کود : 163324
کابل ښار کې د چاودنې او ډزو غږونه اورېدل شوي
د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش ازادي راډیو ته وویل چې لومړۍ انتحاري حمله د کابل ښار ۱۳ مې امنیتي حوزې قرول ته مخامخ شوې چې د تلفاتو په اړه یې جزئیات نشته.

 

څو شېبې وروسته له هغې د کابل ښار لسمې حوزې ته مخامخ دوه انتحاري وشوې چې د لومړني معلوماتو له مخې دوه تنه ټپیان له دغې پېښې روغتون ته لېږدول شوي دي.

ښاغلي دانش هغه راپورونو رد کړل چې ګنې دغه حملې په دغو سیمو کې د انتخاباتو لپاره د رأی پر مرکزونو شوي دي.

تر اوسه ددې حملو پړه کومې وسله والې ډلې نه ده منلې.

 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcewx8zejh8pxi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته