د شوې زلزلې د احتمالي زیانونو او تلفاتو په اړه تر اوسه راپور نشته.
د امریکا متحده ایالاتو د جیولوژي اداره وايي چې د دغې زلزلې مرکز د افغانستان په شمال ختیځ په لور د تاجکستان اشکاشم سیمه ده.
د امریکا د جیولوژي ادارې په وینا، د ریښتر په کچه شپږ اشاریه دوه درجې زلزله د د تاجکستان اشکاشم په ۳۶ مېترۍ کې وشوه.
د امریکا د جیولوژي ادارې په ویب پاڼه کې د زلزلې موقعیت 36.990°N 71.369°E ښودل شوې چې عمق یې ۱۱۱،۹ کلو مټر ثبت شوی دی.
دا په داسې حال کې ده چې د امریکا متحده ایالاتو د جیولوژي اداره له دط وړاندې د افغانستان په دوو مختلفو ولایتونو کې د شویو زلزلو په اړه خبر ورکوي و چې نن سهار د کابل او یو شمېر نور ولایتونه سخت ولړزوله.
د امریکا متحده ایالاتو د جیولوژي اداره وايي چې د دغو زلزلو مرکزونه د افغانستان په شمال ختیځ کې نهرین او په ختېځ کې د یوسف خېلو ولسوالی ده.
د امریکا د جیولوژي ادارې په وینا، د ریښتر په کچه څلور اشاریه یوه درجې زلزله د نهرین لسوالی په ۶۷ مېترۍ کې وشوه.
د امریکا د جیولوژي ادارې په ویب پاڼه کې د زلزلې موقعیت 35.935°N 69.867°E ښودل شوې چې عمق یې ۱۴۰،۸ کلو مټر ثبت شوی دی.
د سرچینې په وینا، د ریښتر په کچه څلور اشاریه اته درجې دوهمه زلزله د یوسف خېلو لسوالی په ۹ مېترۍ کې وشوه.
د امریکا د جیولوژي ادارې په ویب پاڼه کې د دوهمې زلزلې موقعیت 32.994°N 68.622°E ښودل شوې چې عمق یې ۴۵،۱ کلو مټر ثبت شوی دی.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)