دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۰ ثور ۱۳۹۷ ساعت ۱۲:۱۳
د مطلب کود : 163379
د پېښور د ښوونځي د برید د تحقیقاتو لپاره کمیسیون وټاکل شو
د پاکستان د سترې محکمې قاضي القضا د چارشنبې په ورځ امر وکړ چې د پېښور د پوځي ښوونځي د ٢٠١۴ کال د حملې تحقیقاتو لپاره دې یو عدلي کمیسیون وټاکل شي.
د پاکستان قاضي القضا ثاقب نثار د پیښور د عالي محکمې قاضي ته امر کړیدی چې عدلي کمیسیون دې وټاکي او تحقیقاتي رپورټ دې ورته وړاندي کړي.
د پېښور په پوځي ښوونځي په ٢٠١۴ کال کې یو بیسارې خونړی برید وشو چې پکې د ١٣١ ماشومانو په شمول ١٥٥ تنه ووژل شول.
د دغو وژل شوو ځینو ماشومانو مور پلار د څلورو کلونو راهیسې د حکومت نه غوښتل چې د پیښې د تحقیقاتو لپاره دې عدلي کمیسیون وټاکل شي خو د پاکستان پوځ ویل چې حمله کونکي یې نیولي دي او سزاگانې یې ورته هم ورکړیدي.
په دغه برید کې د وژل شوو ١٧ کلن اسفند خام مور شاهانه بي بي امریکا غږ ته وویل چې د عدلي کمیسیون غوښتنه ځکه کوي چې د ډیرو سوالونو ته تر اوسه ځواب ندی ورکړل شوی. هغې زیاته کړه د حکومت د تحقیقاتو نه بالکل هم مطمینه نه دي.
په پیښور کې د پوځي ښوونځي یا APS د پېښې په هکله د عدلي کمیسیون جوړولو غوښتنه د دغه سیمې د حقوقو فعالینو هم کوله.
د بشري حقونو فعاله شاهده شاه چې د خویندو موسسې غړې ده، د APS د پیښې د تحقیقاتو د غوښتنې لپاره د تیرو څلور کلونو نه فعالیتونه کوي. هغې امریکاغږ ته وویل، "مونږ د عدلي کمیسیون د جوړیدو لپاره مظاهرې کړي، غونډې یو کړي، پارلیمان ته تللي یو، عالي محکمې ته تللي یو. اوس مونږ هیله لرو چې د دغه پیښې تحقیقات وشي او په سمه توگه وشي"
اغلي شاه د کمیسیون په جوړیدو خوښي څرگنده کړه او وې ویل چې پکار ده اوس نتیجه هم معلومه شي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcefx8zojh8pxi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته