دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۰ ثور ۱۳۹۷ ساعت ۱۶:۴۰
د مطلب کود : 163402
د ټاکنو کمیسیون په ښارونو کې د نوم لیکنې موده وغځوله
د افغانستان د ټاکنو کمیسیون د رایې ورکوونکو د نوم لیکې بهیر موده د ولایتونو په مرکزونو کې یوه میاشت نوره اوږده کړه.

د ولسي جرګې او ولسوالیو د شوراګانو لپاره د نوم لیکنې په بهیر کې په کم شمیر د رایې ورکوونکو ګډون له کبله د ټاکنو کمیسیون د ولایتونو په مرکزونو کې د نوم لیکنې بهیر موده یوه میاشت نوره هم اوږده کړي.
د کمیسیون رئیس ګلاجان بدیع صیاد د پنجشنبې په ورځ( مۍ۱۰) خبریالانو ته وویل، چې د مدني ټولنې د استازو او سیاسي ګوندونو د غوښتنې له مخې یې د ۳۴ ولایتونو په مرکزونو کې د رایې ورکوونکو د نوم لیکنې بهیر یوه بله میاشت وغځوه.
ښاغلي صیاد وویل "د نوم لیکنې لړۍ به په ښارونو کې یوه میاشت نوره هم وغځول شي، ترڅو ټولو هیوادوالو ته د دې فرصت ورکړل شي، چې د راتلوونکو ټاکنو لپاره خپل نومونه د ټاکنو په تعین شوو مرکزونو کې ثبت کړي".
د ټاکنو خپلواک کمیسیون د وري د میاشتې په ۲۵ مه د کابل په ګډون د ۳۴ ولایتونو په مرکزونو کې د ولسی جرګې او ولسوالیو د شوراګانو د ټاکنو لپاره د رایې ورکوونکو د نوک لیکنې یو میاشتنی بهیر پیل کړ.
د نوم لیکنې روان بهیر راروانه اونۍ پای ته رسیده، خو د ټاکنو د خپلواک کمیسیون د پریکړې له مخې به دا بهیر یو میاشت نور هم دوام وکړي.
د ټاکنو خپلواک کمیسیون وايي، په ښارونو کې د نوم لیکنې د بهیر دوام به په ولسوالیو کې د دغه بهیر په پیل کومه اغیزه ونه کړي او د پلان سره سم به په ولسوالیو کې دا بهیر د غوايي د میاشتې په ۲۵ مه پیل شي او په دوه پړاونو کې به رایې ورکوونکي په ولسوالیو کې ټاکنو کې د ګډون لپاره خپل نومونه ولیکي.
د افغانستان د ټاکنو خپواک کمیسیون وايي، چې د نوم لیکنې د بهیر له پیل څخه راهیسې د ۳۴ ولایتونو په مرکزونو کې څه باندې یو میلیون او پنځه سوه زره ا تنو په نومونه ثبت کړي دي.
ډ ټاکنو د کمیسیون د راپور له مخې ترټولو ډیر شمیر رایې ورکوونکو خپل نومونه په کابل او له کابل وروسته په کندهارولایت کې ثبت کړي دي. خو د میدان وردګ او نورستان ولایتونه په هغو ولایتونو کې شامل دي، چې ترټولو په کم شمیر رایې ورکوونکو په کې خپل نومونه لیکلي دي.
د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون د میزان د میاشتې ۲۹ مه ورځ د ولسي جرګې او ولسوالیو د شوراګانو د ټاکنو د ورځې په توګه اعلان کړې ده.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcbgfb85rhb0ap.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته