د ننګرهار والي ویاند عطاالله خوږیاڼی وایي،د یکشنبې په ورځ غرمه شاوخوا دولس نیمې بجې ۸ ځانمرګو بریدګرو د ننګرهار پر مستوفیت تروریستي برید پیل کړ،چې دوه بریدګر یې په دوو موټر بم چاودونو کې ووژل شول او پاتې شپږ نور یې د نږدې ۵ ساعته جګړې پر مهال د امنیتي ځواکونو له لورې ووژل شول .
نوموړی زیاتوي،په پېښه کې د ۷ ملکي وګړو په ګډون لس کسان شهیدان شوي،چې په شهیدان کې د مستوفیت کارکوونکي او امنیتي منسوبین هم شامل دي او ۴۲ نور ملکیان،مامورین او امنیتي منسوبین ټپیان شوي،چې لس تنه یې تر لومړنۍ درملنې وروسته کورونو ته لیږل شوي او دیرش نور یې اوس هم تر درملنې لاندي دي .
د خوږیاڼي په وینا د نن ورځې د جګړۍ د اوږدوالي ستر لامل د امنیتي ځواکونو له لورې د مستوفیت کارکوونکي خوندي ژغورل دي،چې د دوی د هلو ځلو په ترڅ کې د مستوفیت ۴۲ د بېلابېلو برخو کارکوونکي په خوندي ډول وژغورل شول او خپلو کورونو ته ستانه شول.
تر اوسه کوم چا یا ډله د برید مسئولیت په غاړه نه دی اخیستی.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)